د متحدینو خیانت؛ د پرون ملګري، د نن دښمنان
داعش افراطي ډلې د خپل ځواک په اوج کې، د سیمه ایزو او نړیوالو ملاتړ کونکو یوه شبکه درلوده چې د خیمې ستنو په څېر یې د دې ډلې جوړښت ساتلی وو، خو کله چې بادونو مخه بدله کړه؛ یعنې کله چې ځناورو داعشیانو خپل تاوتریخوالی او وحشتناک عملونه پیل کړل، همدغه ستنې یوه له بلې وروسته ونړېدې.
هغه هېوادونه چې یوه ورځ د داعش لپاره خوندي لارې، مالي او ایډیالوژیکي سرچینې وې، په تدریج سره یې د ملاتړ دروازې بندې کړې، د ملاتړ کونکو او متحدینو دا ناڅاپي موقف بدلول، د داعش په وجود باندې یوه وژونکې ضربه وه چې شاید له هر نظامي برید څخه ډیره ویجاړونکې وه.
ترکیې هېواد، داعش ته د ځواکونو او سرچینو د لیږد ترټولو مهمه لارې په توګه، دوه ګونی رول لوباوه، د ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۶ کلونو کې، د دې هېواد پولې په زرګونو بهرنیو جنګیالیو ته پرانیستې وې او د ترکیې روغتونونو د داعش د ټپیانو درملنه کوله، خو د استانبول او انقرې په وړاندې د داعش د تروریستي بریدونو او د لویدیځ د زیاتیدونکي فشارونو وروسته، د اردوغان حکومت ناڅاپه خپله پالیسي بدله کړه، د پولو تړل او د ترکیې نظامي عملیات د سوریې په شمال کې، د داعش حیاتي شریان پرې کړ.
قطر چې یوه ورځ د خپلو مالي شبکو له لارې له داعش سره شریک وو، د نړیوالو فشارونو لاندې مجبور شو چې خپله لاره بدله کړي، قطري بانکونه چې یوه ورځ یې د داعش مشرانو حسابونو ته میلیونونه ډالره حوالې لیږلې، ناڅاپه بند شول، د مالي سرچینو دا ناڅاپي قطع کیدل، د داعش په اقتصادي جوړښت کې ژور او سخت بحران رامینځته کړ.
د بهرنیو جنګیالیو معاشونه چې پخوا په منظم ډول ورکول کیدل، کله ناکله تر شپږو میاشتو پورې ځنډیدل او دا کار د ځواکونو پراخې تېښتې لامل شو، هغه ځواکونه چې د پیسو او شتمنیو له امله سره راټول شوي وو او حاضر وو چې د پیسو له امله هر کار وکړي، خلک ووژني او حتی ووژل شي، کله چې دا مادي شتمني او دا اصلي شریان چې د دوی وروستی هدف و قطع شو، نو طبیعي ده چې تښتېدلو ته یې د پاتې کیدو پرځای لومړیتوب ورکړ؛ ځکه چې دوی له پیسو پرته بل څه ته وفادار نه وو او باور او عقیده یې نه درلوده.
خو سعودي عربستان شاید یو وخت له داعش سره ترټولو پیچلې اړیکه درلوده، دې هېواد د دې ډلې د ځواکمن کیدو څخه په ویرې سره، په تدریجي ډول خپل ملاتړ کم کړ، کله چې داعش په عراق او سوریه کې د سعودي ګټې په نښه کول پیل کړل، ریاض په رسمي توګه دا ډله ترهګره اعلان کړه، دا موقف بدلول، د داعش په ایډیالوژیکي بنسټ کې یو ژور درز رامینځته کړ، ځکه چې د سعودي عربستان پورې تړلو ډیری روحانیونو، د داعش په وړاندې خپلې فتواوې صادرې کړې.
په پای کې، امریکا او د هغې لویدیځ متحدین هم چې په پیل کې یې د «کنټرول شوي مهار» په پالیسي سره داعش ته د ودې اجازه ورکړې وه، کله چې دې ډلې ټاکلې سرې کرښې تیرې کړې، په جدي توګه یې اقدام وکړ، د نړیوال ایتلاف جوړول او پراخ هوایي بریدونه، د داعش په تابوت وروستی میخ ووهه، شنونکي پدې باور دي چې که دا موقف بدلول همزمان نه وای پیښ شوي، شاید داعش کولی شوای د کلونو لپاره خپل حیات ته دوام ورکړي.
داعش ډله د خپلو ملاتړ کونکو لپاره یوازې د سترې جیوپولیټیکي لوبې یوه مهره وه، یوه داسې مهره چې کله له کنټرول څخه ووتله، قرباني شوه، د داعش برخلیک د ټولو ډلو لپاره یو درس شو چې فکر کوي دوی کولی شي د خپلو اهدافو د پرمختګ لپاره د لویو قدرتونو له ملاتړ څخه د اهرم په توګه کار واخلي، پرته لدې چې پوه شي چې دا ملاتړونه تل مشروط او موقتي وي.