د خلکو پاڅون؛ هغه ولسي مقاومت چې داعش یې له پښو وغورځاوه
کله چې داعشي خوارجو په خپلو تیرو تورو او تورو بیرغونو سره د عراق او سوریې ښارونو او کلیو باندې یرغل وکړ، فکر یې کوه چې د خلکو اراده ماتولی شي، خو هغه څه چې بالاخره یې دا افراطي ډله په ګونډو کړه، نه د پرمختللو الوتکو بریدونه، بلکې د هغه ولس غوصه او مقاومت و چې دې ته چمتو نه و ترڅو خپل کور او ژوند په اسانۍ سره تسلیم کړي.
له موصل څخه تر رقې، له تکریت څخه تر دیرالزور پورې، هغه نارینه او ښځې چې یوه ورځ بزګران، ښوونکي یا سوداګر وو، په جنګیالیو بدل شول چې د جګړې برخلیک یې بدل کړ او بدمرغه خوارج یې له خپلې خاورې وایستل.
په عراق کې، په زرګونو عراقي ځوانانو د مختلفو ښارونو څخه د «وطن دفاع» غږ ته مثبت ځواب ورکړ، هغوی چې اکثراً مسلکي وسلې نه درلودې، په همدې پخوانیو ټوپکونو او له ایمان څخه ډک زړه او پولادینې ارادې سره د افراطي خوارجو په وړاندې ودریدل. د «امرلي» ښار د مقاومت کیسه یوه نه هیریدونکې بېلګه ده؛ هغه خلک چې ۸۰ ورځې د داعش تر محاصرې لاندې پاتې شول، خو تسلیم نه شول، یوې امرلي ښځې په خپلو یادښتونو کې داسې لیکلي دي: «کله چې خواړه خلاص شول، موږ د ونو پاڼې خوړلې، خو د ښار بیرغ مو ښکته نه کړ». همدا د مقاومت روحیه وه چې بالاخره یې داعش له عراقي ښارونو وایست.
په سوریه کې هم ورته کیسه تکرار شوه، په شمالي سوریه کې د ولسي دفاع ځواکونه چې له کردانو، عربانو او نورو اقلیتونو څخه جوړ وو، د داعش د ځناورو په وړاندې په یوې قوي کلا بدل شول، د «کوباني» ښار له ۱۳۴ ورځو سختو جګړو وروسته آزادي، یو مهم ټکی و چې ثابته یې کړه چې محلي خلک حتی د مستقیم بهرني ملاتړ پرته هم کولی شي افراطي خوارجو ته ماته ورکړي.
د پام وړ ټکی، د جګړې په جریان کې د خلکو د تاکتیکونو بدلون وو، په پیل کې داعش په خپلو وحشتونو سره د خلکو په زړونو کې وېره اچوله، خو په تدریج سره، همدا وېره په غصې بدله شوه، په عراقي سني میشتو سیمو کې چې یوه ورځ ځینو داعش ته د «مرکزي حکومت په وړاندې د ساتونکي» په سترګه کتل، خلک وپوهیدل چې دا ډله له ویجاړۍ او مرګ پرته بل څه نه راوړي، په ۲۰۱۵ کال کې د «انبار» قبیلو د داعش په وړاندې پاڅون د دې بدلون څرګند مثال و.
په سوریه کې هم ولسي ډلې د مذهبي او قومي اختلافاتو سره سره، د داعش په وړاندې متحدې شوې او ټولو اوږه په اوږه جګړه وکړه، د «دیرالزور» ښار ۳ کلن مقاومت چې د داعش تر بشپړ محاصرې لاندې و، د دې ډلې د ماتې نه منلو افسانه د تل لپاره باطله کړه، د دې ښار خلکو په لږو امکاناتو، په داسې شرایطو کې چې حتی څښاک اوبه یې هم نه درلودې، تسلیم نه شول او هیڅکله یې د خوارجو په وړاندې سر ټیټ نه کړ.
دې ولسي مقاومتونو نړۍ ته یو لوی درس ورکړ: هیڅ ترهګره ډله، که هر څومره وسله واله او تاوتریخجنه وي، نشي کولی د هغه ولس د ډله ایزې ارادې په وړاندې دوام وکړي چې له خپل کور او ژوند څخه دفاع کوي، داعشي خوارج شاید توانیدلي وو چې د ترور او وحشت په واسطه، په موقتي توګه پراخې سیمې ونیسي، خو د خلکو زړونه یې نشول نیولی. بالاخره، همدا عام نارینه او ښځې وې چې په خپلو زړورتیاو سره یې داعش ته ترټولو لویه ضربه ورکړه او ثابته یې کړه چې ولسي مقاومت، د افراطیانو په وړاندې ترټولو پیاوړې وسله ده.