که د داعش کړنو ته لنډه کتنه وکړو، نو څرګنده به شي چې دا حرکت یا خپل سری دولت، د بریا له روح او راز څخه په کیلومترونو واټن کې دی او له هغو موخو چې ادعا یې لري، لیرې پاتې شوی دی، که موږ داعش د یوه تحریک په سترګه وګورو، نو و به وینو چې دا خوځښت له خپل بنسټیز محرک یعنې پلویانو او عقیدوي پیروانو څخه تش شوی او داسې انګېرل کېږي لکه یو ښار چې له اوسېدونکو خالي وي.
خو که داعش د دولت په نوم راونیسو، لکه څرنګه چې دوی خپله ځان ته د “اسلامي دولت عراق او شام” نوم غوره کړی نو دا هم روښانه ده چې دوی د دولتدارۍ له هېڅ لازمي معیار سره سمون نه لري.
د دولت تعریف څه دی؟
که د سیاسي علومو له نظره موضوع وڅېړو او هغه کتابونه وګورو چې د دولت په اړه لیکل شوي، نو دا راته روښانه کېږي چې دولت هغه سیاسي جوړښت دی چې د حاکمیت لرونکی وي، پر یو ټاکلي جغرافیوي قلمرو واک لري او د قانون، نظم، امنیت او عامه خدماتو د وړاندې کولو له لارې خپل فعالیت کوي.
په یوه پخواني تعریف کې، دولت یو حقوقي – سیاسي جوړښت بلل شوی چې تلپاتې موجودیت لري، مشروع واک لري او خپل کورني او بهرني روابط تنظیموي، په همدې لنډو تعریفونو کې هم څرګندیږي چې داعش د دولت له تعریف څخه ډېر لرې پاتې شوی.
د “دولت” له هغه تعریف سره چې وړاندې مو کړ، داعش له دولتتوب څخه ډېر لرې دی؛ ځکه نه کومه جغرافیه په واک کې لري او نه هم د کوم هېواد یا سیمې پر یوه برخه واکمن دی چې خپل قوانین په پراخه کچه پلي کړي.
د دولت بنسټیزې برخې (مولفې):
تر څو چې یو نظام یا دولت جوړ شي، باید لاندې بنسټیز عناصر یا مولفې پکې موجود وي او د همدې عناصرو پر بنسټ کولای شي ځان ته تشکیلات او یو دولت وټاکي.
۱- ټاکلې جغرافیوي سیمه:
هر خوځښت یا سیسټم چې د دولت د جوړېدو په موخه راپاڅېدلی وي، باید تر هر څه دمخه یوه ټاکلې سیمه په واک کې ولري، څو وکولای شي د هماغې جغرافیې دننه خپل قوانین او پروګرامونه پلي کړي، سیمه د دولت له بنسټیزو اړتیاوو څخه شمېرل کېږي، چې باید یوه معینه جغرافیه یې په واک کې وي، څو وکولای شي د هغې تر حدودو قانون عملي کړي، قوانین جوړ کړي او پلي یې کړي.
۲- نفوس:
یو دولت باید انساني نفوس ولري؛ یعنې داسې اوسېدونکي چې د دولت له قوانینو سره تابع وي او د هغې ملاتړ وکړي، نه دا چې د زور، وېرې یا پوځي تسلط له لارې پرې حکومت وشي.
۳- حکومت:
د یوه منظم جوړښت لرل چې د دولت سیاسي، اقتصادي، امنیتي او ټولنیز امور اداره کړي، حتمي او لازمي دي.
هغه دولت چې حکومت ونه لري، هېڅکله به ونه شي کولای چې پر نفوس او خاوره خپله واکمني ټینګه کړي.
۴- حاکمیت:
په کورنیو او بهرنیو چارو کې بشپړ خپلواک تصمیم نیول، پرته له دې چې له نورو قدرتونو تابع یا متکي وي، که دې اصل ته ځیر شو، څرګندیږي چې داعش هېڅکله هم یو خپلواک جوړښت نه و، بلکې د نورو قدرتونو تابع او د هغوی له لوري اداره کېده، چې دا خبره ډېره څرګنده ده.
له پورته مطالبو څخه څرګندیږي، که داعش یو حرکت وبولو، نو هغه یو بې روحه او بې تأثیره حرکت دی او که هغه یو دولت وګڼو، نو له هغو ټولو شرطونو څخه بې برخې دی چې د دولت جوړښت ته اړین دي، په پای کې ویلی شو چې د داعش فکري او عملي اساساتو ته په کتو، دا ډله یوازې یوه وېرې اچوونکې، وحشي او ښکاره ترهګره ډله ده، بس همدومره.