داعش؛ له خپرېدو تر پاتې کېدو!

جنید زاهد

په حقیقت کې دا روان وضعیت، هغه نوی نظم چې جوړېږي، بدلېدونکي لوبغاړي او نړۍ چې بله خوا روانه ده – دا ټول هغه عوامل دي چې لامل شوي تر څو هغه خوځښتونه چې پخوا به د غلامانو په څېر، د بل واکمن تر قوماندې لاندې کار کاوه، اوس د خپل موجودیت او بقا لپاره شپه‌ورځ هڅې وکړي.

داعش چې تر لنډې مودې مخکې یې د جغرافیې د پراخولو هڅې کولې، اوس دومره ناتوانه او د ستراتیژیکو نړیوالو طرحو له دايرې وتلی، چې یوازې د بقا فکر ورسره پاتې دی او بس؛ د استعماري هېوادونو لیدلوری د داعش د حرکت پر وړاندې بدل شوی دی، ځکه دا حرکت چې له پیله یې کوم مؤثر پیغام نه درلود، اوس هم د هیچا په محاسبه کې ځای نه لري.

فطري ده چې هغه ځواکونه چې د نظامي، فکري، سیاسي… برلاسي هڅې کوي، نور د داسې ډلو ملاتړ ته زړه نه ښه کوي، اوس داعش د پراخېدو هڅې نه کوي، بلکې د خپل اوسني وضعیت د خوندي کولو لپاره تلاش کوي، هڅه یې دا ده چې تر څو امکان وي، پاتې شي او له منځه لاړ نه شي.

هغه داعش چې تر څو کلونو وړاندې یې د نړۍ پر سر د واکمنېدو خیال درلود، نن سبا دومره په انزوا کې واقع شوی چې نه سیاسي وزن لري، نه نظامي قوت او یوازې د خپل موجودیت او پاتې کېدو لپاره جګړه کوي.

هماغه داعش چې څو کاله وړاندې یې نړۍ په درې جغرافیوي حلقو وېشلې وه، داخلي حوزه: عراق او شام(سوریه) نژدې سیمې: لوی منځنی ختیځ او شمالي افریقا؛ او لیرې سیمې: اروپا، ختیځه آسیا او امریکا – او د دغو ټولو پر سر یې د واکمنۍ خوبونه لیدل، خو نن دومره بېوسه شوی چې د خپل ځان لپاره هم یو باثباته د اوسېدو ځای نه لري.

د دوی اوسنی ستراتیژي دومره کمزورې شوې چې یوازینی هدف یې پاتې کېدل دي او که چیرې بریالي شي؛ یوازې دومره خپرېږي چې یو ځل بیا د یو جنګي تحریک په توګه وپېژندل شي، په حقیقت کې، که د ترهګرو او وېرې خپروونکو ډلو تاریخ ته یوه لنډه کتنه وشي، نو دا خبره ښه روښانه کېږي چې د هغو خوځښتونو برخلیک چې د استخباراتي تمایلاتو او غلامۍ پر بنسټ راټوکېدلي وي، تر کومه ځایه رسېدلی او پایله یې څه وه.

د داعش ناڅاپي نفوذ دومره د حیرانتیا وړ و چې د نړۍ خلک یې هک پاته کړل، خو ډېر وخت لا نه و تېر شوی چې د دوی ریښې، جوړښت او ماهیت ټولو ته ښکاره او څرګند شو، د دوی دا ویجاړونکې، وېرې خپروونکې مفکوره دومره ناوړې، فاسده او له انساني او بشري ارزښتونو لرې وه، چې ټول ملتونه یې نه یوازې له فکره کرکه وکړه، بلکې له دې ډلې یې خپله بیزاري څرګنده کړه.

اوس دا ماتې خوړلې ډله د بقا لپاره حاضره ده چې هر قیمت پرې کړي، آن که انساني کرامت او ارزښتونه هم پرېښودل شي، د دوی فکر چې له سمې او اصولي اندېښنې تش دی او نه له یو ژوندي دیني تفکر سره تړاو لري، همدا لامل شوی چې له نظامي زوال سره یې خپله ټولنیزه او ولسي جایګه هم له لاسه ورکړه، دا هم څرګنده ده چې کله یوه ډله له ولس او ټولنې لرې پاتې شي، نو د استعماري ځواکونو په نظر کې هم خپل ارزښت له لاسه ورکوي او یوه سوځېدلې، بې‌ارزښته مهره ګڼل کېږي.

د داعش تمویل د لوېدیځ له‌خوا تر هغه وخته ګټور و، چې ترې کار اخیستل کېده؛ خو کله چې د دوی اصلي څېره د نړیوالې ټولنې او د سیمې د ولسونو پر وړاندې څرګنده شوه، نو نور یې خپله نقشه له لاسه ورکړه، اوس دوی یوازې د بقا لپاره جګړه کوي، یعنې دا ورته مهمه نه ده چې په څه نوم یا عنوان وپېژندل شي، یوازینۍ موخه یې دا ده چې وي او ژوندي پاتې شي.

د دوی لپاره نور هېڅ ډول سرحد، یا سور خط ارزښت نه لري، نه کومه طرحه لري، نه موخه؛ لکه هغه انسان چې د سیلاب په منځ کې بند پاتې شوی وي، هر خار او خاشاک ته لاس اچوي، یواځې د دې لپاره چې ژوندی پاتې شي او له منځه ولاړ نه شي.

Exit mobile version