د کابل د شهرنو په سیمه کې د زړهبوږنوونکې او ترخې چاودنې پېښې یو ځل بیا خلکو ته د داعش ډلې اصلي څېره ور وښوده؛ هغه څېره چې له وینو، دروغو او د آرامۍ او ژوند له ښکاره دښمنۍ ډکه ده. دا برید د ځواک له دریځه نه، بلکې د بېوسۍ او ماتې له امله ترسره شو. هغه ډله چې کلونه کلونه یې د دین تر نامه لاندې جنایتونه کړي، نن هم هڅه کوي د داسې ناوړه تاوتریخوالي له لارې په افغانستان کې د هیلو او ثبات لاره وتړي، خو نه پوهېږي چې زموږ ملت نور د دغو ناوړه لوبو ښکار نه شي کېدای.
د امریکا د ګوډاګي حکومت له نسکورېدو او د اشغال له پای ته رسېدو وروسته، زموږ ګران افغانستان یو ځل بیا د نوي ژوند ساه واخیسته. یو اسلامي نظام، چې د ولس له منځه راټوکېدلی، رامنځته شو؛ داسې نظام چې لومړیتوب یې امنیت، ټولنیز نظم او اقتصادي بیارغونه ده. نن د هېواد په ګڼو ولایتونو کې بازارونه تاوده شوي، لارې خوندي شوې او خلک له لا ډېر باور سره کار او سوداګرۍ ته مخه کوي.
همدارنګه د افغانستان اړیکې له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د پراختیا په حال کې دي. دا بدلونونه یو روښانه پیغام لري، هغه دا چې افغانستان نور د بهرنیو قدرتونو د لوبو ډګر نه دی، بلکې په سیمه کې خپل طبیعي ځای ته د بېرته ستنېدو په حال کې دی.
خو دا پرمختګونه د سولې د دښمنانو لپاره د زغم وړ نه دي، هغه کړۍ چې له بېثباتۍ، جګړې او د وینو له تویېدو ګټه اخلي، کله چې امنیت او سوکالي ویني، تاوتریخوالي ته مخه کوي. داعش د همدې ډلو څخه یوه ده؛ داسې ډله چې نه د اسلام استازیتوب کوي او نه د انساني اخلاقو نښه لري. دوی د ظالمانه او غیر انساني بریدونو له لارې هڅه کوي د باور فضا ویجاړه کړي او ګاونډیو ته دا دروغجن پیغام ورسوي چې افغانستان ناامن دی، حال دا چې د واقعیت ډګر دا ادعا په څرګند ډول ردوي.
د کابل د شهرنو چاودنه هم په همدې چوکاټ کې د دقیق تحلیل وړ ده. دا برید د واکمن نظام د بدنامولو او له سیمې سره د افغانستان د مخ پر ودې اړیکو د زیانمنولو هڅه وه. داعش نه شي زغملای چې افغانستان له خپلو ګاونډیانو سره د درناوي او همکارۍ په فضا کې روان وي؛ له همدې امله د ویجاړونکو او انساني ضد کړنو له لارې غواړي د بېباورۍ دیوالونه جوړ کړي. خو تاریخ ښيي چې ناوړه نیتونه هېڅکله بریالي نه دي.
داعش تل هڅه کړې چې د اسلام په نوم جنایتونه ترسره کړي، تر څو خپل پټ باداران راضي وساتي. حال دا چې اسلام د ژوند، عدالت او انساني کرامت دین دی او د قرآن عظیمالشان آیتونه دا حقیقت په ښکاره ډول بیانوي. له همدې امله د بېګناه انسانانو وژنه د دین او انسانیت پر وړاندې تر ټولو ستر خیانت دی. نو هره چاودنه، هره وژنه او د هر یتیم اوښکه چې د داعش په لاس تویېږي، د دې ډلې له اسلام سره د بشپړې بېگانګۍ روښانه سند دی.
د افغانستان خلک نن تر بل هر وخت ډېر هوښیار شوي. هغوی ښه پوهېږي چې دا بریدونه د دین له نامه څخه د ناوړه استفادې پایله ده، نه د دین د خیرغوښتنې نښه. هغه امنیت چې تر لاسه شوی، د خلکو د قربانیو او صبر په بیه جوړ شوی او په یوه چاودنه نه نړېږي. برعکس، هره ترهګریزه پېښه د ثبات او عادي ژوند د ساتنې لپاره د ملت هوډ لا پیاوړی کوي.
په پایله کې باید وویل شي، چې د کابل د شهرنو چاودنه د داعش د ځواک نښه نه ده، بلکې د هغې د کمزورۍ او ناهیلۍ څرګندونه ده. د امنیت او هیلې رڼا د تاوتریخوالي تیاره پر شاه تمبوي. افغانستان نن د ژوند پر لور روان دی، نه د مرګ پر لور؛ د رغونې په لاره کې دی، نه د ویجاړۍ. او دا لاره به، سره له ټولو دسیسو دوام وکړي، انشاءالله.









































