داعش؛ د وحشتونو او بربریتونو غوښتونکې ډله 

احمد خراساني

#image_title

د داعش ډله په داسې وخت کې چې نړۍ د ظلم او تيارو تر سيوري لاندې ده، د دې انساني ناورين په تنور کې لا نور لرګي غورځوي او ورته پوکی وهي، د دې ډلې په لغت‌نامه کې پرته له وحشت بل څه نشته، د دوی نظر و عمل پر وحشت ولاړ دی او د ګډ ژوند تصور هېڅکله نه لري.

د دې ډلې هر نظريه او تګلاره، له هر ډول پلان او طرحې وړاندې، لومړی پر دې متمرکزه وي چې څومره وحشت خپرولی شي او بيا د دې وحشت د عملي کولو پر لارو چارو فکر کوي، د دوی د فکري جوړښت هره ذره له وحشت سره تړلې ده، د دوی د شتون او بقاء فلسفه له وحشت او دهشت سره غوټه ده.

که د دې ډلې تاريخ ته نظر واچوو، نو دا به روښانه شي چې دا خبرې يوازې ادعا نه، بلکې واقعي حقايق دي او هېڅ ډول مبالغه پکې نشته، په حقيقت کې، دا يوازې هغه وحشي کړنې دي چې نړۍ ته ښکاره شوې دي، خو لا هم ډېر هغه جنايات پټ پاتې دي چې رسنيو ته نه دي رسېدلي او که يوه ورځ دا پټ شوي وحشتونه بربنډ شي، نو نړۍ به د دې ډلې اصلي څېره وويني.

د دې خوځښت په تاريخ کې دومره وحشت او تباهي شتون لري چې د دې ډلې هر اړخ ورسره پوښل شوی، په هېڅ ځای کې یې د سولې، زغم او ګډ ژوند نښې نه ليدل کېږي.

دوی د مسلمانانو ترمنځ د فتنې او تفرقې اور بل کړی، مسلمانان یې سره يو د بل پر ضد راپورته کړي او هغه وحدت یې له منځه وړی چې د اسلامي امت د بقا لپاره حياتي ارزښت لري، د امت هغه یووالی چې د اسلامي ټولنې د بقا ستن بلل کېږي، داعش هڅه کوي چې دا بنسټيزه ستن ونړوي او اسلامي امت تجزيه کړي.

دا يوه ډله ده چې وحشت يې د خپلو کړنو سرليک ګرځولی، او د نړۍ لپاره يې يو خونړی دریځ خپل کړی چې سرچينه يې همدا افراطي تفکر دی، دا داسې يوه مفکوره ده چې په کې د بل چا شتون ته ځای نشته او ځان‌محوري يې تر ټولو مهم اصل بلل کېږي.

د داعش په تفکر کې زغم، مدارا او ټولنيزه همغږي هېڅ ځای نه لري، دوی يوازې د دې هڅه کوي چې پر هر څه برلاسي شي او دا يې يوازينی هدف دی.

کله چې د نظام خبره کېږي، نو دوی ته يوازې د زور او وحشت تصور ورځي، نه د عدالت، نظم او قانون؛ داعشيان عقيده لري چې بايد د وحشت د پراخولو له لارې پر نړۍ واکمن شي، حال دا چې دا فکر د اصلي اسلامي نظام له ارزښتونو سره ښکاره تضاد لري.

که د اسلامي نظامونو تاريخ وکتل شي، نو ښکاري چې داعش د اسلامي اصولو برعکس حرکت کوي، او په خپل ځانګړي افراطي مسير کې روان دي، په حقيقت کې دا تضادونه دا ښيي چې دا ډله له خپلواکو اندېښنو خالي ده، بلکې د نورو له خوا پر مخ وړل کېږي.

دا يو داسې حرکت دی چې پر خپلو پريکړو واک نه لري، بلکې د بل چا لاس‌پوڅي دي او د اجرتي ډلو په څېر د پرديو موخو ته خدمت کوي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version