څو ورځې وړاندې، په یوه پېښه کې، د ملت یو ستر مجاهد او خدمتګار د داعش په ترهګریز برید کې په شهادت ورسېد، دې پېښې یو ځل بیا د دې ډلې بدرنګه او جنایتکاره څېره ښکاره کړه او دا یې ثابته کړه چې داعش نه یوازې په افغانانو کې ځای نه لري، بلکې داسې حالت ته رسېدلی چې د خپلې بقا لپاره ناوړه او بېشرمه لارو ته مخه کوي.
هغه ډله چې یوه ورځ یې د خلافت او واکمنۍ دعوه کوله، اوس د دې پر ځای چې له حکومتي او نظامي ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړي، په ملکي وګړو او عامه ځایونو ړندې حملې کوي، دا کړنې یوازې د دې ډلې کمزوري او بېوسي څرګندوي.
د دې ډلې وروستي عملیاتونه ښيي چې د پخوا ځواک او اقتدار یې له منځه تللی او اوس د خپل بقا لپاره په سازشونو جوړولو او د خلکو له دلسوزۍ او خیرخواهۍ څخه په ناوړه ګټه اخیستلو لاس پورې کوي، دا چلند نه یوازې د اسلامي ارزښتونو خلاف دی، بلکې د دې ډلې ټولنیز انزوا او ایدیولوژیکه ماته هم ښکاره کوي.
د افغانستان خلک، چې د خپل مقاومت په روښانه تاریخ ویاړي، په هوښیاري سره د دغسې سازشونو پر وړاندې درېږي او همدا عامه پوهه د دې ډلې پر ماهیت سخت ګوزار واردوي.
د داعش ړندې حملې، چې ډېر وخت ملکي ځایونه او بېدفاع شخصیتونه په نښه کوي، د دې ډلې د ضعف او ذلت ښکاره نښه ده، داسې کړنې هغه مهال له یوې ډلې سرته رسېږي چې په جګړهییزو ډګرونو کې د اغېز ښودلو توان له لاسه ورکړي او هڅه کوي د وېرې او وحشت په خپرولو سره خپل لرزاند حالت ثابت کړي.
خو دا تاکتیکونه نه یوازې د دې ډلې دریځ نه شي پیاوړی کولی، بلکې د خلکو عمومي کرکه او نفرت یې په وړاندې ډېر کړی او هغوی یې د بشپړې انزوا پر لور ټېله کړي دي.
اسلامي امارت، چې د هېواد واکمن ځواک دی، په درایت او تدبیر سره د دې ډلې د فعالیت فضا خورا محدوده کړې ده او د هدفمندو عملیاتو په مټ یې ډېرې اډې له منځه وړي دي، دغه هڅې، د داعش د عملیاتو توان په کمولو سربېره، د افغانستان په خلکو کې د ثبات او امنیت د راتګ هیلې بېرته ژوندۍ کړي دي.
که څه هم د داسې جنایتونو او د لویو مجاهدینو د شهادت غمونه د ملت په وجود ژور زخمونه پرېږدي، خو دا پېښې د خلکو او حکومت عزم او اراده د داعش د فتنې د پای ته رسولو لپاره دوه برابره کوي.
په پای کې باید وویل شي چې داعش، چې یوه ورځ یې د خپلو دوکه ورکوونکو شعارونو پر مټ هڅه کوله چې په اسلامي ټولنو کې نفوذ وکړي، اوس یوه محدوده او خپره شوې ډله ګرځېدلې، دا ډله، چې له ولسي ملاتړ بېبرخې او د وړ رهبرۍ څخه محرومه ده، د زوال پر ژۍ ولاړه ده او ډېر ژر به يې د بشپړې نابودۍ خبر واورئ. افغانان چې د مقاومت او مبارزې له تاریخ څخه برخمن دي، دا ځل به هم د دې نوې فتنې پر وړاندې بریالي شي او د ویاړ او عزت نوې پاڼې به ولیکي.