تر ټولو مهمې پېښې او جګړې
په اسلامي تاریخ کې د خوارجو ظهور له څو بدمرغه پېښو سره مل و، چې په راتلونکو تحولاتو یې ژور اغېز پرېښود، د دې پېښو تر ټولو لومړنۍ او مهمه د ۳۷ هجري کال د صفین جګړه وه، چې د حضرت علي کرم الله وجهه او معاویه رضي الله عنه د لښکرو ترمنځ ترسره شوه، کله چې جګړه ودرېده، د قرآن عظیمالشان د نیزو په پورته کولو سره د حکمیت وړاندیز وشو، که څه هم دا اقدام د وینې بهېدنې د پای ته رسولو لپاره و، خو د یوې ډلې د جنګیالیو د اعتراض لپاره یوه پلمه شوه، چې وروسته د خوارجو په نوم وپېژندل شوه.
دغه ډله، چې په پیل کې د حروریه په نوم یادېده، د حرورا په سیمه کې سره راټوله شوه او د حکمیت له مسئلې سره یې کلک مخالفت وکړ. هغوی د «لا حکم إلا لله» تر شعار لاندې هر ډول انساني فیصله ردوله او باور یې درلود چې یوازې الله جلجلاله کولای شي په دې اړه پرېکړه وکړي. دا فکر، چې د مذهبي متنونو د سطحي تفسیر پایله وه، ورو ورو د دې ډلې د خپلواک هویت د رامنځته کېدو لامل شو.
بله برخلیک ټاکونکې پېښه د نهروان جګړه وه، چې په ۳۸ هجري کال کې رامنځته شوه، خوارج، چې شمېر یې زرګونو ته رسېده، پر بېلابېلو سیمو به یې بریدونه کول او عام مسلمانان یې ځورول، هغوی د مسلمانانو تکفیر کاوه، ځانونه یې د اسلام یوازیني ریښتیني استازي ګڼل او هېڅ مخالفت یې نه زغمه.
حضرت علي کرم الله وجهه د عامه امنیت ساتلو او د وینې بهېدنې د مخنیوي لپاره د هغوی پر ضد جګړې ته اړ شو، که څه هم د نهروان جګړه د خوارجو د پوځي ماتې لامل شوه، خو د دوی نظریات یې په بشپړه توګه له منځه یو نه وړل، پاتې کسان یې بېلابېلو سیمو ته خپاره شول او خپلو افکارو ته یې دوام ورکړ.
د دې جګړو یوه مهمه پایله د تکفیر مفکورې پیاوړتیا وه. له نهروان وروسته خوارج لا زیات په افراط او تاوتریخوالي ټینګار وکړ او آن یې د مشهورو اسلامي شخصیتونو د وژلو هڅه وکړه. د عبدالرحمن بن ملجم په لاس د حضرت علي کرم الله وجهه شهادت د همدې تاوتریخوالي وروستۍ پایله وه.
دا پېښې ښيي چې څنګه یو لومړنی اختلاف ورو ورو په لوی بحران بدلېږي. خوارج، چې په پیل کې یوه کوچنۍ اعتراض کوونکې ډله وه، د وخت په تېرېدو سره په داسې غورځنګ واوښته چې د اسلامي ټولنې امنیت یې ګواښ کړ، د دې پیښو مطالعه موږ ته دا درس راکوي، چې څنګه باید په معاصر وخت کې له ورته پېښو سره چلند وکړو او د تاریخي تېروتنو د تکرار مخه ونیسو.
د نهروان له جګړې وروسته، خوارج د ځمکې لاندې غورځنګ په بڼه پاتې شول، هغوی په لرې پرتو او سرحدي سیمو لکه اهواز، کرمان او سیستان کې اډې جوړې کړې او خپلو بریدونو ته یې دوام ورکړ، د همدې جغرافیایي خپرېدو له امله د خوارجو بېلابېلې څانګې لکه ازرقه، نجدات او صفریه راڅرګندې شوې، که څه هم د دوی ترمنځ په نظریاتو او مبارزې کې لږ توپیرونه وو، خو ټول د خوارجو په بنسټیزو اصولو وفادار پاتې شول.
د تاریخ په اوږدو کې خوارجو ډېر ځله د مرکزي حکومتونو پر ضد بغاوت وکړ، د هغوی تر ټولو مشهور پاڅونونه په بصره کې د ابو بلال مرداس بن ادییه او په اهواز کې د نافع بن ازرق دي، که څه هم دا پاڅونونه تل په ماتې پای ته رسېدل، خو دا یې ښکاره کړه چې د خوارجو د «بهرنيتوب» مفکوره په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې، د دوی مبارزه ډېری وخت د ښارونو پر ناڅاپي بریدونو ولاړه وه، نه د منظمې جګړې پر میتود.
د خوارجو فکري میراث د اسلامي نړۍ په اوږدو کې پاتې شو. د مذهبي سادګۍ، د مخالفینو د تکفیر او د واکمنانو پر ضد د بغاوت درې ځانګړتیاوې له لومړنیو خوارجو څخه وروستیو نسلونو ته ورسېدې. دا ځانګړتیاوې په معاصر وخت کې د افراطي ډلو په افکارو کې هم لیدل کېږي، چې ښيي یو فکر څنګه د تاریخ په اوږدو کې بېرته ځان تولیدولای شي او په نوو بڼو راڅرګندېږي.