خوارج؛ د امت په وجود کې لومړنی درز
د اسلام په لومړیو کې، د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته، په داسې حال کې چې لومړنۍ مسلمانه ټولنه لا د جوړېدو په حال کې وه، یوه حیرانوونکې او د فکر وړ پېښه رامنځته شوه چې اغېزې یې تر نن ورځې دوام لري. دا پېښه د یوې داسې ډلې راڅرګندېدل وو چې وروسته د «خوارج» په نوم ونومول شول، د دې ډلې د جوړېدو کیسه هغه روایت دی چې څرګندوي څنګه د دین بېلابېل نظرونه او تفسیرونه د ټکر لامل شي.
د دې پېښې ریښې باید د صفین په جګړه کې ولټول شي؛ هغه مهال چې دوه ستر اسلامي پوځونه د یو بل پر وړاندې ودرېدل. د وینې بهېدنې د مخنیوي لپاره د حکمیت وړاندیز وشو، خو د جګړې یوې ډلې دا وړاندیز په دې پلمه رد کړ چې «حکمیت یوازې د الله جلجلاله دی». دغه ډله ژر له اصلي لښکره بېله شوه او په دې باور پاتې شوه چې یوازې دوی پر حق دي او نور ټول د ایمان له دایرې وتلي دي.
د دې ډلې فکري ځانګړتیاوې په درېیو ستنو ولاړې وې: لومړی، دا باور چې هر ګناهکار کافر بلل کېدای شي. دويم، دوی ځانونه د هر هغه واکمن په وړاندې د بغاوت حقدار ګڼل چې د دوی په نظر، د حق له لارې منحرف شوی وي. درېیم، دوی په دین یو ساده او سطحي لیدلوری درلود او د اسلامي مفاهیمو له ژوروالي پرته یوازې په ظاهري آیتونو او روایتونو بسنه کوله.
دې چلند یو خطرناک فکري بنسټ کېښود چې پایلې یې د تاریخ په اوږدو کې دوام وکړ، دوی ځانونه یوازیني ریښتیني مسلمانان ګڼل او د نورو له ګوښه کولو سره یې د تاوتریخوالي او شخړې لاره غوره کړه، دا کړنلاره د هغو ډلو لپاره یوه نمونه شوه چې په راتلونکو پېړیو کې د ورته کړنو سره راڅرګندې شوې.
د یادونې وړ ده چې خوارج په پیل کې زاهدان او عابدان ګڼل کېدل او دینی خلک وو؛ خو د دین په پوهه کې د هغوی کمزورتیا او د عقلانیت پر ځای د وچو مذهبي احساساتو غلبې، هغوی د افراطیت او تاوتریخوالي کندې ته ورسول، دا کړکېچ ټولو مذهبي ټولنو ته یو دوامدار خبرداری دی، چې څنګه د مذهب ظاهري بڼه کله ناکله د غلط فهمۍ او تعصب پوښ ګرځېدای شي.
د اسلامي تاریخ له دې برخې سره بلدتیا د ډېرو اوسنیو پېښو د درک کیلي ده، هغه بېلګې چې خوارجو پرې عمل وکړ، د دې څرگندونه کوي چې د دین سطحي تفسیر څنګه د نورو د تکفیر او تاوتریخوالي د توجیه وسیله ګرځېدای شي، د دې الګو پېژندنه د نن ورځې د تندلارو ډلو په تحلیل کې ډېره ګټوره ده، ځکه دا څرګندوي چې دغه مفکوره نوې پدیده نه ده، بلکې ژورې تاریخي ریښې لري.
د خوارجو د سلوکي ځانګړنو په کتنه کې یو نازک خو خورا مهم ټکی څرګندېږي: دا ډله، سره له دې چې د دیني احکامو د مراعتولو ادعا یې لرله، په عمل کې یې په اسلامي ټولنه کې درز او وېش رامنځته کاوه، دوی د دیني متونو پر یوې سختې او له انعطاف بېبرخې لوستنې ولاړ وو او د خپلو نظرونو پر وړاندې یې هېڅ مخالفت نه زغمه، په ډېرې چټکۍ یې مخالفین له ټولنې شړل او داسې فضا یې رامنځته کړې وه چې د فکري امنیت پر ځای وېره خپره شوه، چې پایله یې د ټولنیز یووالي کمزورتیا وه.
یو بل د پام وړ ټکی د خوارجو د لوړو ادعاوو او د دوی د عملي کړنو ترمنځ ښکاره تضاد وو، پداسې حال کې چې دوی ځانونه د عدالت او حقیقت مدافعین ګڼل، په عمل کې یې د تاوتریخوالي او ظلم له لارې د نورو اساسي حقونه تر پښو لاندې کړل.
دا دوهمخی چلند موږ ته د فکري او اخلاقي بحران ژوروالی راښيي. د خوارجو تاریخي تجربه موږ ته دا درس راکوي چې څنګه د دیندارۍ ادعا په عمل کې د تاوتریخوالي او بېعدالتۍ د توجیه وسیله ګرځېدای شي؛ یو داسې درس چې د اوسني او راتلونکي نسلونو لپاره اړین دی چې زده یې کړي.
 
 



























 
 














