غرب چې اکثریت اوسېدونکي یې یهود او نصاری دي، او د پیدایښت څخه تر نن پورې حکمراني هم پرې همدې دوو طبقو کړې ده، همدې دوو طبقو د اسلام د ظهور سره یو ځای د اسلام دښمنۍ ته ملا وتړله. د تاریخ په اوږدو کې یې د اسلام سره فکري، نظامي، اقتصادي او استخباراتي جګړې کړې دي. دا چې د غرب او اسلام جګړه اوږده تاریخي مخینه لري، د ډېرو تشریحاتو څخه تېرېږو، فقط په لنډ ډول یې یادونه کوو.
د اسلام د ظهور په وخت کې، چې کله غرب د کلیسا د تیارو تر سیوري لاندې و، عیسوي پاپانو او فیوډالانو غریب خلک خپل غلامان بلل، تر دې حده چې واده یې هم د دوی له اجازې پرته نه شو کولی. ځمکنيو اربابانو حق درلود چې د غریب او دهقان د واده په لومړۍ شپه د خاوند پر ځای له ښځې سره تېری وکړي، د کلیسا پاپانو مطلق واک درلود. هغوی به پر خلکو د جنت ټکټونه خرڅول، او د هغوی خوښه وه چې څوک جنتي کړي او څوک دوزخي. ځانونه یې مستقیم د خدای استازي بلل، او ځانونه یې د هر ډول سزا څخه معاف ګڼل. چا د سوال کولو حق نه درلود.
همدارنګه، فیوډالان او اربابان د سزا څخه هم معاف وو، ښځه د شیطان روح بلل کېده، او ځینو خو ویل چې ښځه انسان نه ده او نه روح لري. د ژوند نظم په غرب کې بېخي له منځه تللی وو. غلامانو، ښځو او د غریبې طبقې خلکو هېڅ حق نه درلود، دوی ته د حیواناتو هم په بده سترګه کتل کېده. پاپانو خلکو ته په اور سزاګانې ورکولې، او د پاپ هره خبره نعوذ بالله د خدای خبره بلل کېده.
کله چې په حجاز کې اسلام د لمر په شان ظهور وکړ، عیسوي پاپان د اسلام له وړانګو سخت وډار شول، ځکه دوی پوهېدل چې اسلام مستقیم د دوی شخصي ګټو او واک ته خطر دی، نو یې د اسلام دښمنۍ ته ملا وتړله، خو دوی ولې د اسلام سره دښمني انتخاب کړه؟
ځکه چې اسلام وویل: ټول انسانان مساوي حقوق لري، خان او غریب هېڅ فرق نه لري، پاپان مطلق واکمن نه دي، خلک ترې د سوال او جواب حق لري. یتیم، غلام او ښځه هم انسانان دي او حقوق لري. د جنت او دوزخ واک یوازې د الله تعالی سره دی، انسانان نه شي کولی پر بل چا جنت خرڅ کړي. لنډه دا چې اسلام وویل: پاپان او علما هم انسانان دي، که جرم کوي باید د نورو خلکو په شان سزا وویني، دوی نه شي کولی چې خلک د خپل مزاج مطابق په اور وسوځوي.
د اسلام دې حقایقو د عیسوي پاپانو، اشرافو او اربابانو ټول دروغ رسوا کړل، او د دوی د ناروا کړنو مخه یې ونیوله، نو ځکه یې د اسلام دښمني پیل کړه. د اسلام په اوایلو کې عیسویانو فقط د زور لار اختیار کړه؛ یعنې غوښتل یې چې اسلام د تورې په زور له منځه یوسي، او د اسلام نوم او نښان ورک کړي. د دوی په نظر اسلام یوه ډله وه چې باید محوه شي. خو برعکس، د دوی له نظامي کوښښونو سره سره اسلام خپرېده. دوی صلیبي جګړې وکړې، پوځي یرغلونه یې وکړل، خو نتیجه صفر وه، او بغیر له ماتې یې بل هيڅ څه نصیب نه شول.
وروسته یې درک کړه چې اسلام یوه ډله نه ده، بلکې یو دین او فکر دی، او په اسانه نه شي محوه کېدای. نو وروسته یې نوې لارې اختیار کړې:
۱- تبلیغاتي او فکري جګړه
۲- نظامي یرغلونه
۳- استخباراتي جګړې
۴- اقتصادي جګړه
که تاریخ ته وګورو، غرب تر ټولو زیاته کامیابي د اسلام پر ضد په استخباراتي او تبلیغاتي جګړه کې ترلاسه کړې ده.
کله چې پوه شول چې د مسلمانانو جسم نه، بلکې فکر باید مات کړي، نو فکري او استخباراتي جګړې ته یې مخه کړه.
د دولسمې او دیارلسمې میلادي پېړۍ په منځ کې، چې کله صلاحالدین ایوبي بیت المقدس فتح کړ، یهود او نصاری دواړو پوه شول چې د مسلمانانو زور په وسله کې نه، بلکې په فکر او عقیده کې دی. د دیارلسمې پېړۍ په سر کې غربیانو یو نوی او خطرناک اصطلاح رامنځته کړه چې مستشرقین بلل کېدل. هغوی د اسلام د مطالعې پروژه پیل کړه، قرآن، حدیث، فقه او تاریخ یې وڅېړل.









































