زه لا کم عمره او د لیسې زده کوونکی وم، چې په عراق او سوریې کې د داعش په نوم ډله راپیدا شوه. په لومړیو کې مسلمانانو ته یاده ډله داسې ور وپېژندل شوه، چې ګواکې دوی یو سوچه اسلامي حکومت غواړي او د همدغه مرام ترلاسه کولو له پاره یې سرونه د نذرانه کولو له پاره په لاسونو کې نیولي دي.
له ختیځه تر لویدیځه ډېرو خلکو په پټه او ښکاره د داعش ملاتړ پیل کړ او ګڼ مسلمانان خو د دوی د ژورو او تېزو تبلیغاتو تر اثر لاندې تر عراق او شام هم ورسېدل.
له عراق وروسته داعش افغانستان او شاوخوا ګاونډ ته هم پښې وکړې او دلته یې هم د خراسان په نوم څانګه جوړه کړه، چې مشران یې زیاتره د پاکستان دننه د وسله والو ډلو مخکښان وو.
خو ډېر ژر د دوی ناوړه او کرغېړنه څېره خلکو ته ورمعلومه شوه او ورځ تر بلې یې مخ د خلکو له پامه بدېده، ان تر دې چې یو وخت خو د نړۍ له ګوټ ګوټ نه مسلمانو عالمانو د هغوی کړنې غېر اسلامي وبللې او د دوی د خوارج توب فتواوې یې خپرې کړې.
په زور سره له خلکو باج، مالیه او زکات اخیستل، جبري نکاحوې، د نورو مجاهدینو شهیدانول، د خپلو سیاسي دښمنانو او سیالانو په بې دردۍ وژل، په عامو ځایونو کې د مسلمانو تور سرو بې عزته کول او د وینځو په نوم یې تر خپل تسلط لاندې راوستل، هغه څه وو، چې د داعشیانو په اړه یې د خلکو نفرت بیخي اوج ته ورساوه او په ډېرو ځایونو کې مسلمان وګړي اړ شول چې د هغوی پر خلاف وسلواله مبارزه پیل کړي.
له ۲۰۱۶ کال نه وروسته داعش په ننګرهار او کونړ کې پراخ فعالېت پیل کړ، ان تر لیرې ولایتونو او ولسوالیو پورې یې اعلامیې او تبلیغاتې پاڼې رسېدلې؛ خو د حېرانتیا خبره دا وه، چې زرګونو بهرنیو ځواکونو او ۳ لکه مجهز دولتي پوځ چې د مېړانې، زوړرتیا، تخنیک او غښتلتیا کیسې به یې کېدلې، په رڼا ورځ دغه کسان او مواد نه لیدل.
له ټولو حېرانونکې خو یې دا وه، چې داعش وسله والو شاوخوا یو کال خپله رادیو (خلافت غږ) وچلوله، چې د خپلې زورورتیا پر مهال یې خپرونې ان ۶ ساعته شوې او ټول ننګرهار کې اورېدل کېدلې؛ خو د جلال اباد ښار په څنګ کې څو کیلومتره اوږد بیس او هوايي میدان کې مېشت بهرنیان داسې کاڼه وو، چې یاده رادیو یې نه اورېده. که اورېدلې یې وي، نو ولې یې د خپلو ادعاوو مطابق مقابل اقدام نه کاوو؟ دوی خو داعش سرسخته مخالفین بلل!!!
زه خو له هغې ورځې وروسته بیخي په دې یقینی شوم، چې داعش یوه بهرنۍ پروژه ده، په کومه ورځ چې د کونړ په سرحدي سیمو او د ننګرهار په اچین، هسکې مینې، خوږیاڼو، شینوارو او پچیراګام کې بهرنیو ځواکونو د هغوی ساتنه پیل کړه. کله به هم چې پر سیمه ییزو طالبانو برید وشو او هغوی به یې په ځواب کې د داعشیانو پرخلاف عملیات پيل کړل، نو د بهرنیانو الوتکې به په هوا ګرځېدلې او هڅه به یې کوله چې عملیات شنډ کړي.
په دې وروستیو کې خو مې له رودات، بهسود او چپرهار ولسوالیو نه ثبوتونو سره یوځای داسې خبرونه هم ترلاسه کړل، چې د بهرنیانو له بېز (بېس) نه په الوتکو کې داعشیانو ته خواړه، وسلې او مهمات انتقالیدل.
که څه هم داعشیان ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې وو، خو دا چې ولس ملاتړ یې نه درلود او ټول ولس ترې کرکه کوله، نو د بهرنیانو له ماتې وړاندې دوی مات شول او داسې ورک او ګمنام شول، چې بیخي یې خلکو په خوله نوم نه اخیسته، مګر په دې حالت کې هم حکومتي بانډونو او جاسوسو کړیو په پلازمینې کابل او نورو لویو ښارونو کې د داعش په نوم بریدونه کول، تر څو ولس کې ډار قایم وساتی؛ خو ولس د طالب فرهنګیانو او مجاهدینو له لوري پوهه شوی و، چې داعش اوس تش په نوم پروژه ده.
دغه پروژه دومره اوږده شوه، چې دا دی بهرنیان اوس له افغانستانه ووتل؛ خو دوی د زرګونو ډالرو په مرسته لا هم خپل پخواني جاسوسان را پاروي او هڅه کوي، چې د داعش په نوم مړه سکروټه بېا لمبه کړي. مګر د دوی هېله به ځکه پوره نشي، چې دې ولس داعش او داعشي وحشیان پېژندلي. دا ځل به پرېنږدي، چې هغوی زمونږ سکون برباد کړي.
لیکنه: سمسور