لسیزه کېږي، چې اسلامي خاوره او امت د داعش په نوم ډلې سره، چې د طاعون مرض مثال لري؛ لاس او ګریوان دی، د اسلام په تاریخ کې دا ډول ډیرې ډلې شته، چې د مسلمان په جامه کې اسلام بدناموي؛ مګر داعش د دوی له ډلې څخه تر ټولو ضرر رسونکې ده.
دا ډله؛ تر ډېر ښه شعار لاندې، چې د خلافت قایمول دي، نه یوازې یې سر ناخلاصه د امت ځوانان تباه کړل؛ بلکې د هغوی په وسیله یې د نورو مسلمانانو په وړاندې ډېر وحشي فعالیتونه تر سره کړل، داعش د اسلام د دښمنانو، په خاصه توګه د غرب او امریکا د لاس داسې اله ده، چې د هغوی د ګټو د تامین په موخه؛ د اسلام پر ضد استفاده کیږي.
د اسلامي امارت سره ددې ډلې دښمني دا په ډاګه کوي، چې دوی نه یوازې له داخله اسلام تخریبوي؛ بلکې اساسي هدف یې هم دا دی چې امت کمزوری کړي او تر منځ یې په مختلفو طریقو سره تفرقې واچوي، نو لازمه ده چې د دې ډلې خیانت او غرب ته مزدوري؛ ټولو مسلمانانو ته ښکاره او پرده ترې پورته شي.
د دوی د مزدورۍ تر ټولو لوی ثبوت دا دی، چې له پیدایښت څخه تر ننه؛ د دوی توره یوازې د امت د نومیالیو او ځوانانو په وینو سره ده، دوی دا انفجارونه او عامې وژنې د غرب لپاره په قصدي توګه سره کوي.
اصل پوښتنه دا ده؛ که د داعش شعار درواغ نه وای او رښتیا یې د خلافت تاسیس غوښتلای؛ نو ولې به یې لومړی هغه خلګ هدف ګرځول، چې د اسلام لپاره یې ژوند، کور، اولادونه او مال وقف کړي دي؟
د داعش ډلې څو ځله د اسلامي امارت سره نښتي کړي او د افغانستان خلګ یې هدف ګرځولي دي، د نړۍ په مسلمانانو، په ځانګړې توګه د افغانستان پر ولس او په اسلامي امارت د داعش حملې ددې ځانګړو موخو لپاره دي؛ « تفرقه اچول، د صف ضعیفول او د مسلمانانو تر منځ اعتماد له منځه وړل»
دا پالیسي د اسلام د دښمنانو ده او همدا موخې هغوی هم غواړي، خو د هغوی ددې موخې د سر ته رسېدو لپاره داعش بوخت دی او فعالیتونه کوي.
په منځني ختیځ کې د دې ډلې فعالیتونه د امریکا د ګټو لپاره دي، په روسیه، ایران او افغانستان کې د داعش حملې دا په ډاګه کوي؛ چې دوی د امریکا موخۍ د اسلام په جامه کې تر لاسه کوي، چېري چې داعش فعالیتونه پیل کړي؛ نو امریکا هم د دوی د له منځه وړلو په بهانه، هلته نظامي تحرکات کوي؛ چې دا په ضعیفو هیوادونو کې د امریکا د هجوم لپاره تر ټولو اسانه بهانه ده.
پورته دلایلو ته په کتلو؛ داعش یوازې خوارج او د ( کلاب النار ) اصل مصداق نه دي، بلکې د اسلام د دښمنانو، په ځانګړې توګه د امریکا د لاس اله ده، چې د اسلامي هیوادونو د ضعیفه کولو، تفرقې اچولو او واقعي مجاهدینو ته په لار کې د خنډ جوړولو په لټه کې دي.
په افغان ولس حملې، په اقصی کې د مجاهدینو مخالفت یې په دې دلالت کوي، چې دوی یوازې او یوازې همدا یو موخه لري؛ چې مسلمانان کمزوري او د مقتدر حکومت جوړولو مخه ونیسي.
د دې ناوړه پدیدې د ختمولو او له دوی څخه د اسلام ژغورلو لپاره؛ باید ټول امت یو ځای شي او له منځه یې یوسي او د اسلامي امارت سره یو ځای له اسلامي ارزښتونو څخه دفاع وکړي.