د تاریخ په ټولو پړاوونو او دورونو کې داسې ډلې او افراطیان موجود وو چې د دین په نوم به راڅرګند شول خو له دین څخه یې ناوړه ګټه اخيسته او له حق او حقيقت څخه یې لرې بې ځايه دعوې کولې. یوه له دغو ډلو څخه چې د دین په نوم راڅرګنده شوه او تل یې دین بدنام کړى دى؛ په تاریخ کې یې بدنامي په خپل نوم ثبت او ضبط کړې ده، د پرون خوارج دي چې نن د داعش په نامه په بلې څهرې کې راڅرګند شوي دي، پخوا به یې ویل: “خر هغه خر دی، خو ځل یې بدل شوی دی”.
ظاهراً که څه هم دغه ډله له کلونو راهیسې په اسلامي خاوره کې د اسلامي خلافت او عدالت د ټینګښت غوښتنه کوي، خو باید پوښتنه وشي چې د دې ډلې د دومره ګڼه ګوڼې پایله او نتيجه کومه ده؟ اسلامي خلافت يې چیرته دی؟ ټولنیز عدالت يې کومه دى؟ دیني او انساني امنیت او ازادي يې چیرته ده؟ د بې ګناه ماشومانو، ځوانانو او علماوو وژل، د جوماتونو، معبدونو، ښوونځيو او مدرسو ورانول جهاد او د خلافت احیاء ده؟ ايا د ترور او وحشت په رامنځته کولو، د مختلفو اسلامي حرکتونو او ګوندونو په تکفير او فاسق ګڼلو او د هغو مجاهدينو په وړاندې چې کلونه کلونه يې د زمانې د استبداد او د اسلام د پرديو دښمنانو پر وړاندې مبارزه کوله او له سترګو يې خوبونه ترې تښتولې دي؛ سنګر نيولو او مخالفت کولو سره به اسلامي خلافت ژوندۍ شي؟ هو! دا هرڅه یو خوب، خیال، محال او جنون دی!
که د رسول الله صلی الله علیه و سلم او د هغه د وفادارو اصحابو کرامو او هغو کسانو سيرت ته چې له دوی وروسته یې خلافت او اسلامي عدالت راژوندی کړ، د دښمنانو پر وړاندې د یوې قوي کلا په څېر ودريدل، اسلام ته يې عزت ورکړ او دين د هغوی له لارې د نړۍ تر ټولو لرې کونجونو ته ورسول شو، لنډه کتنه ولرو پوه به شو چې ژوند يې د پرون د خوارجو او د معاصرو داعشيانو له طریقې ډير لرې وو او دی.
همدغه کسان چې نن ورځ د خلافت د احيا ادعاوې کوي، آيا تر رسول الله صلی الله علیه و سلم، د هغه تر جليل القدر اصحابو، تابعينو او هغو کسانو چې تر نن ورځې پورې تیر شوي دي؛ ډیر او ښه پوهیږي؟ کلا او حاشا! يعني دا ډله د خپلو شومو موخو د پرمخ بيولو لپاره داسې څه وايي او کوي يې چې نه رسول الله صلی الله عليه و سلم او نه صحابه کرامو ترسره کړي او نه يې د ترسره کولو اراده درلوده.
دا ډله داسې نامناسب او افراطي فکرونه ساتي چې د اسلام له روح سره هېڅ سمون نه خوري. د اسلام دين د اعتدال او منځلاريتوب دين دى چې له هر ډول افراط او تفريط څخه بېزاره دى.
د اسلام سپېڅلی دين د دې لپاره نه دی راغلی چې د نورو د ژوند او مال د بربادۍ او تباهۍ په لوري کش کړي او د وحشت لمن وغوړوي، بلکې د اسلام مبارک دين د انسان د ژوند او مالي امنيت د تأمين لپاره راغلی دی.
داعش نه یوازې امنیت نه برابروي؛ بلكې وحشت یې رامنځته كړى او په هر ځاى كې چې ګام ايږدي، ترخې خاطرې يې چغې وهي.
هو! داعش په حقیقت کې په اسلامي هیوادونو کې یو مکار او استخباراتي پلان لري؛ هماغه پلان چې د اسلام دښمنان یې په عملي کولو کې پاتې راغلي دي او د خپلو سترو اهدافو د پرمخ بیولو لپاره تل له اسلام څخه، د اسلام په نوم، د اسلام په خلاف کار اخلي.
د دې ډلې اصلي هدف څرګند او واضح دی چې د اسلامي بنسټونو په له منځه وړلو او د علمي کدرونو په وژلو اسلام نړۍ ته د ترهګر دین په توګه معرفي کوي.
په پای کې باید ووایو چې دا ډله او ناسم افکار يې ټولو خلکو پېژندلي دي او پرې پوه دي چې وړاندې کوم ناوړه اهداف لري، خلک به نور د دې ډلې په درواغو دوکه نه شي.