په تېرو برخو کې د تاریخي څېړنو له مخې څرګنده شوه چې خوارج د اسلام له پیله تر ننه پورې د اسلامي امت د یووالي او امنیت لپاره یو جدي خطر پاتې شوی دی. دوی چې هر څومره وس او توان لري، د خپلو باطلو موخو او غلطو افکارو په رڼا کې هڅې نه دي سپمولي او تل د اسلام د دښمنانو د خوښۍ لامل ګرځېدلي.
د اسلام په پیل کې دوی د امیرالمؤمنین علي بن ابي طالب رضي الله عنه پر وړاندې په بغاوت لاس پورې کړ، د اسلامي ټولنې یووالی یې مات او د زرګونو مسلمانانو وینې یې تویې کړې.
په حقیقت کې، صحابه کرام او په ځانګړي ډول خلفای راشدین رضوان الله علیهم اجمعین د اسلامي امت په حق کې ډېر شفیق، مهربان او خیر غوښتونکي وو. هغوی آن له هغو کسانو سره چې د بدعت او فساد لار یې نیولې وه، تر وروستۍ شېبې پورې د حق په څرګندولو او اصلاح هڅې کولې. خو کله چې حق نه منل کېده او د الله متعال جل جلاله د رضا لپاره به د حق حجت قائم شو، هغوی به د الله جل جلاله لپاره په قهر راتلل او بېشکه د الله تعالی جلجلاله د دې مبارک قول څرګند مثال وو: «أشداء على الکفار رحماء بینهم».
کله چې د صدر اسلام خوارج د نن زمانې له خوارجو سره پرتله کړو، وینو چې د دواړو تر منځ څومره زیات ورتهوالی شته. د پخوانیو خوارجو په څېر، د نن زمانې خوارج هم د حق خبرې کوي او د نصوصو یادونه کوي، خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وینا له مخې دا خبرې یې له ستوني نه تیتیږي او د زړه ژورو ته یې نه رسېږي. د دوی باطل فکر او منحرفه عقیده د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې او دښمنۍ سبب ګرځي.
د افراطیت له امله دوی دومره له حده تېر شوي چې حتی د امت غوره کسان، آن د عشره مبشره له ډلې نه، تکفیر کړل او د هغوی وینه یې حلاله وګڼله. نو د نورو مسلمانانو تکفیر او وژنه ورته لکه د اوبو څښل آسانه ګرځېدلي او د امت د یووالي او امنیت تفرقه د دوی په نظر هېڅ ارزښت نه لري.
دغه افراطي او ناپوهه خلک د قرآن عظیمالشان د متشابه نصوصو څخه د خپل نیمګړي فهم له مخې استدلال کوي، نه د هغو علماوو په تفسیر چې د علم په راسخینو او له صحابه کرامو رضي الله عنهم څخه دي. له همدې امله، آن یو صحابي، بلکې د هغوی تر ټولو ټیټ پوړی هم له دوی سره موافق نه وو.
دا تفسیر بالرأی چې له شرعي قرائنو خالي و، د دوی د هلاکت سبب شو. د تقوا په افراط، د خپل عقل په غرور او د علماوو او د امت د باوري کسانو د سپکاوي له امله دوی په ښکاره ضلالت کې ولوېدل او په پای کې د خپلو کړنو سزاوو ته ورسېدل او په دواړه نړۍ کې زیانمن شول.
نو اوس هغو کسانو ته چې د دې ګمراهې فرقې په افراطیت غولېدلي او غواړي د افراط او تندلارۍ له لارې د اسلام او اسلامي نظام د پرمختګ مخه ونیسي، دا پیغام ورکوو:
ځانونه مه تباه کوئ، مه پرېږدئ چې د دنیا او آخرت ذلت او بربادي درباندې راشي. له تېر تاریخ څخه عبرت واخلئ او د اعتدال او بصیرت لار غوره کړئ.