د اسلام په لومړیو کې خوارج؛ د ګواښ پېل
خوارج هغه لومړۍ ډله وه چې د اسلامي دورې په لومړیو کې یې د اسلامي امت امنیت او یووالي ته سخت ګواښ پېښ کړ، دوی د تکفیر، تاوتریخوالي او د عادل امام پر وړاندې د بغاوت په اعلانولو سره امت په خونړي بحران کې ډوب کړ.
مخکې له دې چې موږ په دې مقاله غور وکړو ښه به وي چې د دې ګمراهې فرقې په اړه لنډه معلومات ولرو، ترڅو کوم سرلیک چې ټاکل شوی په واضحه توګه څرګند شي؛ دا ځکه چې د ځوانانو او عامو مسلمانانو لپاره اړینه ده چې د داسې احمقانه ډلو په اړه خبردار واوسي، ترڅو اسلامي امت د دې ګمراهې ډلې په پیژندلو سره کوم چې د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم له وخت راهیسې شتون لري او د وخت تر پایه د روایتونو له مخې د دوی وروستۍ کس به دې دجال سره خروج کوي.
علامه ابن تیمیه رحمهالله په خپل کتاب کې لیکي:
«کله چې د خوارجو موضوع په امت کې خپره شوه، اصحاب کرام رضي الله عنهم د هغوی په اړه خبرې کولې او د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم هغه احادیث یې بیانول چې د خوارجو په اړه راغلي و او هغه څه یې بیانول چې په قرآن عظیمالشان کې یې د دې ډلې رد کړی څو د دوی بدعتونه د خلکو ترمنځ په واضحه ټوګه څرګند شي.» له همدې امله، د هر مسلمان لپاره اړینه ده چې د دې ډلې په اړه چې د مسلمانانو یووالي او امنیت ته خطر پېښوي معلومات ترلاسه کړي.
امام نووي رحمهالله وايي: “وسُمُوا خوارج لخروجهم عن الجماعة، وقيل لخروجهم عن طریق الجماعة”
“دوی ځکه خوارج وبلل شول چې له ټولنې څخه ووتل او د اسلامي ټولنې لار یې پریښوده.”
د خوارجو له تعریف څخه ښکاري چې خوارج له پیل څخه تر اوسه پورې د اسلامي امت ترمنځ د تفرقې لامل و او لا هم دي او دوی د نورو دښمنانو په پرتله د مسلمانانو امنیت ته ډیر ګواښ کوي.
خوارج د خپلو غلطو برداشتونو له مخې په هره زمانه کې د یوې ځانګړې عقیدې سره راپورته کیږي او مخالفت کوي، کله چې د مسلمانانو په منځ کې اختلاف او تفرقه وي، دوی راښکاره کېږي ترڅو د دوی یووالی مات کړي، امت په څو ډلو وویشي او د خپلو باطل تعبیراتو له لارې د امام او جماعت پر ضد مسلمانان وهڅوي. دښمنانو ته د حملې زمینه برابره کړي او د مسلمانانو وینه حلال وګڼي.
د راجح په وینا، د دې ډلې لومړی کس د افضل البشر د ځمکې تر ټولو غوره بشر، د عدالت او لارښوونې بیرغ پورته کوونکی، حضرت محمد صلیاللهعلیهوسلم په نزد خروج وکړ، چېرته چې دې بېرحمه خارجي (ذو الخویصره) د حضرت محمد صلیاللهعلیهوسلم په وړاندې خپله خوله پرانیسته.
د اسلام د پيغمبر (صلیاللهعلیهوسلم ) له ژوند وروسته (د حروریه خوارج) د اهل اهوا (بدعت) لومړني خلک وو چې د اهل سنت او جماعت څخه ووتل، پداسې حال کې چې ځینې خلیفه راشدین، مهاجرین او انصار لا ژوندي وو او د اسلامي امت د یووالي او بشپړتیا د ګډوډولو لامل شول، د خوارجو لومړنی رسمي اجتماع د حضرت عثمان رضیاللهعنه د شهادت له غمیزې وروسته، د جمل او صفین په جګړو کې او د سبائیه ډلې (د عبدالله بن سبا په مشرۍ، یهودي منافق) په همکارۍ سره رامنځته شوه. دوی د مسلمانانو د سولې وړاندیز رد کړ او په حرورا سیمه کې راټول شول.
د دوی خروج تل (فرقة الناس) په وخت کې د مسلمانانو ترمنځ اختلافات او شخړې پېښوي او دوی تل د مسلمانانو د یووالي او امنیت د له منځه وړلو هڅه کوي. د تاریخ په اوږدو کې، د خوارجو ډله د اسلام د له منځه وړلو او د مسلمانانو د متحدو صفونو د له منځه وړلو په فکر کې وه او هڅه کوي چې د امت د غوره کسانو او د شریعت د مدافعینو له منځه وړلو سره سپېڅلی اسلام کمزوری کړي او د اسلام دښمنان خپله ناوړه اهدافو ته ورسوي.
په اوسني عصر کې د دې فرقې یوه روښانه بېلګه هغه ډله ده چې د داعش یا اسلامي دولت په نوم پېژندل کېږي، چې په نه ستړي کیدونکي ډول د اسلام د ویش او بدنامولو هڅه کوي.