قدرت د وروستي هدف په توګه
داعش یو داسې بهیر دی چې قدرت د خدمت وسیله نه، بلکې خپله وروستۍ موخه ګڼي. دا ډله د همدې موخې د ترلاسه کولو لپاره له خپل ټول وس او توان هڅه کار اخلي او په دې لاره کې له هېڅ شي دريغ نه کوي. په حقیقت کې، دا حرکت د خپل وروستي هدف او آرمان، یعنې د قدرت نیولو او پیاوړتیا لپاره نه کوم ټولنیز معیار په پام کې نیسي او نه هم ځان کومو اصولو ته پابند ګڼي.
داعش د واک د ترلاسه کولو په لېوالتیا کې تر هغه بریده رسېدلی چې نه د فقهي ضوابطو پابندي کوي، نه د شریعت مقاصدو ته ارزښت ورکوي، نه د جګړې عقلاني قواعد مني او نه هم د انساني ګډ ژوند بنسټیز اصول مراعاتوي. له همدې امله د دوی د واکغوښتنه نه په جغرافیه پورې محدوده ده او نه د قانون په چوکاټ کې راځي؛ بلکې پر وېرې، ورانۍ او هرجومرج ولاړه ده.
د داعش په منطق کې قدرت غایت دی او هر څه له تکفیر څخه نیولې تر ښکاره تاوتریخوالي پورې د هغه د ترلاسه کولو او ساتلو وسیله ګڼل کېږي. دوی د خپلو هیلو او ارمانونو د پوره کولو لپاره له هر څه تېرېږي. د قدرت له سمندر څخه د ځان د خړوبولو دا لیدلوری دومره د دوی په فکر او روان کې ننوتی دی، چې هر هغه منطق او بصیرت نه مني چې د دوی د فهم توجیه کوونکی نه وي او د هغوی له غوښتل شوي مسیر سره سمون ونه لري. ان تر دې چې کله ناکله دا ډول افکار ردوي او د دغو مفکرینو د له منځه وړلو هڅه هم کوي.
دوی چې واک ته رسېږي او د قدرت پر څوکۍ تکیه وهي، موخه یې د شریعت د مقاصدو تحقق (لکه عدالت، رحمت، د انسان د ژوند ساتنه او د انساني کرامت خوندیتوب) نه وي؛ بلکې قدرت د واک د مشروعیت لپاره یو سمبولیک چوکاټ ګرځوي. له همدې امله داعش د اقناع پر ځای ارعاب ته مخه کوي او د اصلاح پر ځای لرې کول غوره کوي. د دوی په باور، که واک او حاکمیت پر نړۍ او لږ تر لږه پر سیمې حاکمېږي، باید د دوی د لیدلوري او تیورۍ له لارې وي.
د دوی فکر دومره محدود او د دوی نړۍلید دومره کمزوری او سطحي دی، چې له ځان پرته بل هېڅ حرکت او ځواک نه مني، که څه هم هغه بل غورځنګ د اسلام د اصولو او د سپېڅلي شریعت پر بنسټ سم او برابر وي. دا ټول ځکه دي چې د دې غورځنګ وروستۍ موخه یوازې د قدرت نیول دي او له دې پرته بل فکر په ذهن کې نه روزي. د دوی په نزد ارزښتونه بدل شوي دي؛ یعنې د دین اخلاقي محتوا ته د دوی لیدلوری هم بدلون موندلی دی. د قدرت او واکمنۍ په اړه یې دریځ ګوندي بڼه خپله کړې ده او له خپل حزب او ډلې پرته بل څوک نه مني او نه یې قبلوي.
په حقیقت کې دا ټول لاملونه د هماغې واکغوښتنې له عنصر سره تړلي دي. دوی تر دې حده پر دې فکتور متکي شوي، چې د واقعي تحلیل او ارزونې وړتیا یې له لاسه ورکړې او د نورو نظریو او ماډلونو پر وړاندې یې لید معکوس شوی دی. داعش د واک د ترلاسه کولو لپاره دې ته هم چمتو دی چې خپل ټول بنسټونه او اصول تر پښو لاندې کړي او په دې برخه کې به له هېڅ هڅې ډډه ونه کړي.
دا خبره یوازې یوه تشه ادعا نه ده، بلکې د تاریخ په پاڼو کې ثبت او په دې اړه یې لیکل شويو کتابونو کې ګڼ شواهد موندل کېږي. داعش، دا بېمهاره واکغوښتونکی غورځنګ، خپل ټول تمرکز همدې موخې ته اړولی دی، څو واک ته ورسېږي او د دې هدف د ترلاسه کولو په لاره کې به له هرې هغې وسیلې کار واخلي چې د دوی په اند د توجیه وړ وي.
