افغانستان د تاريخ په اوږدو کې د زيار، حوصلې او کار خاوره پاتې شوې ده. متاسفانه زموږ هيواد د نړۍ د بېلابېلو هيوداونو د اشغال او يرغل په ترڅ کې له هره اړخه متضرر شو، چې د نورو برخو ترڅنګ د صنعت برخه کې هم د پام وړ متضرر شوی خو الحمدلله اوس دې هيواد د ارام ساه اخستي او دې ته جوګه دی چې هيوادوال مو خپلې اړتياوې د خپلو زحمتونو په وسيله پوره کړي او د دې پرځای چې په نورو هيوادونو اتکاء وکړي کولی شي چې داخلي صنعت پياوړی کړي داخلي صنعت کولای شي زموږ د اقتصاد لپاره د باور وړ تکيهګاه وګرځي او د سبا لپاره د ثبات بنسټ کېږدي.
اسلام د کار، کسب او توليد د ملاتړ دين دی. په شريعت کې حلاله روزي د مسلمان لپاره عبادت بلل شوی دی. رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه لاس ستاينه کړې ده چې بل ته د اړتيا پر ځای د خپل زحمت له لارې روزي ګټي. داخلي صنعت هم د همدې اصل عملي بڼه ده، ځکه چې د خلکو لپاره د حلال کار زمينه برابروي، بېکارۍ راکموي او ټولنه له اړتيا ژغوري.
داخلي صنعت يوازې اقتصادي ارزښت نه لري، بلکې د ټولنيز نظم او مسؤوليت څرګندونه هم ده. په اسلامي فکر کې امت ته پکار ده چې خپلې اړتياوې تر ډېره د خپل توان له لارې پوره کړي، څو د خلکو عزت خوندي پاتې شي. کله چې په هېواد کې توليد فعال وي، خلک نه اړ کېږي چې د ژوند د لومړنيو اړتياوو لپاره له ستونزو سره مخ شي، او دا يو د ستاينې وړ حالت دی.
د افغانستان او پاکستان پر فرضي کرښه د تجارتي دروازو د بندېدو تجربه موږ ته دا را ښيي چې داخلي توليد څومره مهم دی. که زموږ په هېواد کې کورنی صنعت هېڅ نه درلودای او د مخکنۍ ادارې په څېر زموږ مشران لاس تر زنې ناست وای او له نورو هېوادونو سره يې پر وخت تجارتي تعاملات نه وای پيل کړي نو د بازارونو ثبات او د اړينو توکو برابرول به لا له ډېرو ستونزو سره مخ شوي وای .همدا تجربه د دې خبرې څرګنده بېلګه ده چې پر بهرنیو وارداتو بشپړه تکيه کول د دوامداره حل لاره نه ده.
داخلي صنعت د کار زمينې برابروي او ځوانانو ته د باعزته ژوند لاره هواروي دا د ټولنې پر اوږو يو مهم مسؤوليت دی چې د فتنې، بېکارۍ او اړتيا د دروازو پر ځای د حلال کار لارې پرانيستې وساتي. هره فابريکه او هر توليدي مرکز د همدې خير سبب ګرځي.
افغانستان د طبيعي شتمنيو بې سارې خزانې لري چې د داخلي صنعت لپاره ستر فرصتونه برابروي او د اړتياوړ صنعتونو لپاره خام مواد په اسانه توګه ترلاسه کولی شو که په هېواد دننه د صنعت د ودې لپاره په کار واچول شي، نو اقتصاد به ډېر پياوړی او د ملي عايداتو سرچينه به شي او هر صنعتکار چې په دې لاره کې ګام پورته کوي، د خپل هېواد د راتلونکې د جوړولو برخه به وګرځي.
که موږ خپل کورنی صنعت پیاوړی کړو او د تولید ظرفیت مو لوړ کړو، نو نه يوازې به د داخلي اړتياوو پوره کول ممکن شي، بلکې د صادراتو له لارې به نړۍ ته خپل ارزښتناک توکي وړاندې کړو او د ملي اقتصاد د پیاوړتیا، د خلکو د ژوند د ښه والي، د پانګونې د پراختیا او د ملي عايداتو د زياتوالي سرچينه به وګرځي. کله چې زموږ فابريکې، کارخونې او توليدي مرکزونه د لوړ کیفیت محصولات چمتو کړي نو د بهرنیو هېوادونو باور او سوداګریزې اړیکې به پیاوړې شي، ورسره به ياده چاره د هيواد په سياسي اړيکو هم مستقيم مثبت اغېز ولري.
د يادولو وړ ده چې د اسلامي امارت مشران د صنعت د ودې لپاره جدي او بېساري هڅې کوي. د اسانتياوو برابرول، د پانګونې تشويق او د کورني توليد ملاتړ هغه ګامونه دي چې د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره اخيستل کېږي.
په پای کې ويلای شو چې داخلي صنعت د افغانستان لپاره يوازې اقتصادي اړتيا نه ده، بلکې يو شرعي او ملي مسؤوليت هم دی. وروستۍ تجربې موږ ته دا درس راکوي چې د کورني توليد پياوړتيا د عزت، ثبات يوازنۍ لاره ده. راځئ چې د خپل توان له مخې د خپل توليد ملاتړ وکړو، خپل صنعتکاران وهڅوو او د داسې ټولنې د جوړولو برخه شو چې اقتصاد يې پر حلال کار ولاړ او راتلونکی يې روښانه وي.










































