لیکوال: محمد ناصر منصور
د افغان ملت تاريخ که مطالعه شي، نو هيڅ څوک به زړه ښه نه کړي چې پر دوی باندې خپل شوم اهداف عملي کړي، که وګورو او تېر شل کلن انقلاب مطالعه کړو نو دا به راته جوته شي چې رښتیا هم دلته هيڅ یو طاقت نه چلېږي، بغیر د اسلام او شریعت له طاقت څخه.
تاسو ولیدل پر افغانانو لسګونو کفري هیوادونو خپل زور او طاقت و ازمایه، خو نتیجه یې ورنکړه، بلکې لا یې ځان پرې خراب کړ.
بناءً داعشي خوارج خو د پېغمبر علیه السلام له زمانې څخه نیولې بیا تر نن زمانې پورې، بلکې تر قیامته به همداسې خوار او ذلیل وي، دوی ښه سابقه نه لري، دوی د أمت تر ټولو ذلیل او شریر دښمنان دي، دوی د اسلام په جامه کې تل د مسلمانانو قاتلین ګرځېدلي، دوی ته له ځان تېر نور ټول خلک کافر ښکاري، ځکه خو یې په وژلو کې ثواب لټوي، حال دا چې د مسلمانانو په وژلو کې د ثواب پر ځای د عذاب څکونکي دي.
خوارج د اسلام پر لمن هغه تور داغ دی چې پاکول یې پر هر مسلمان لازم او فرض دي، مونږ افغانانو لره بلکې ټولو مسلمانانو لره پکار دي چې د دوی په وژلو کې ځان ته جنت ولټوو، دوی ته په حديث شريف کې د جهنم سپي ویل شوي دي، خو دوی تر سپیو هم بدتر دي، په نښه یې کړئ او له منځه یې یوسئ!
د خوشحالي ځای دی چې دلته افغانستان کې په ډېر لنډ وخت کې د حاکم نظام د استخباراتو ځواک پر خوارجو خورا ستر او کامیاب عملیات ترسره کړل، داسې عملیات چې د دوی د ډېرو مهمو اشخاصو په مرګ سره پای ته ورسېدل چې له جملې یې د نیمې وچې مسئول اعجاز امین چې څو ورځې وړاندې په ۸مه حوزه کې د عملیاتو په پایله کې مردار شو او دا قاري فاتح چې د افغانستان لپاره د خوارجو جنګي مسئول وو او تېره شپه د ۱۷مې حوزې د عملیاتو په نتیجه کې مردار شو.
دا بسنه نه کوي، دلته بايد د دوی بېخ او بنیاد له منځه لاړ شي، قسم په الله د دوی په وژلو کې ثواب دی، تاسو د دوی تاریخ وګورئ چې دوی څومره شوم او خبیث اعمال ترسره کړي، دوی په لسهاؤ صحابه کرام شهیدان کړي، دوی په لسهاؤ تابعین شهیدان کړي، دوی په لسهاؤ تبع تابعین شهیدان کړي، دوی په زرګونو نور عام مسلمانان شهیدان کړي، او لا لګیا دي د مسلمانانو په تفرقه او وژلو خوند اخلي.
افغان ملت ته پکار دي، بلکې پرې لازم او فرض دي چې د دوی په نښه کولو کې د حاکم نظام له استخباراتو سره پوره ـ پوره همکاري وکړي، ترڅو داعشي خوارج د خپلو شومو اعمالو په سزاء ورسېږي.
هیوادوالو!
کله مو چې هم چېرته شکمن کسان ليدل، کور ته يې نابلده او مختلف کسان ورتلل، له معلوماتو وروسته يې د استخباراتو سره حال شريک کړئ، مه پريږدئ چې دلته د نړۍ استخباراتي پروژې خپلو شومو اهدافو ته ورسيږي، تاسو د هیواد د امنيت برخه کې مهم رول او نقش لرئ.