څلورمه برخه
لیکوال: عبدالرحمن محمود
د دواړه فریقینو پر محاکمة أو صلحه اتفاق ، أو د خوارجو وارخطایي أو ظهور.
د دواړو فریقینو اتفاق وسو چي هر فریق به د خپل جهته یو سړی انتخابوي ، بیا چي دوی پر کوم شي اتفاق سره وکړ هغه به دواړو ته د منلو وي ، سرغړونه به نه تري کوي ، حضرت علي رض د خپل جهته أبوموسیٰ أشعري رض وټاکه ، حضرت معاویة رض عمرو بن العاص وټاکه ، ځای أو وقت د ناستي یي د روژې مبارکي میاشت 37 هج کال أو «دوحة الجندل» نومی ځای منتخب کړ.
خلاصه دا چي دواړو فریقو پر دي فیصله سره وکړه چي جنګ به متوقف کیږي او هره ډله به و خپل ځای ته ځي ، حضرت علي رض به په کوفه کي د خلیفة المسلمین په حیث پاته کیږي او حضرت معاوية رض به پر شام باندي أمیر پاته کیږي تر څو چي دواړه حکمین او فیصله کونکي د دي مشکلي د حل د پاره یوه اتفاق ته سره رسیږي.
د حضرت عثمان رض قاتلین پوه شوه چي دواړه طرفین و یوي سولي ته رسیدونکي دي او د دوی دا یقین وو که سوله وسوه دوی به وژل کیږي ، نو لومړی یي کوښښ وکړ چي د سولي جریان متوقف کړي ، مګر و نه توانیدل ، بالآخرة یي د (الحکم لله) مقوله جوړه کړه ، او د حضرت علي رض څخه یي بغاوت وکړ ، او د دواړو فریقو پر وړاندي یي سنګر ونیوه، بیا دا کسان و حروراء نومي ځای ته ولاړه.
حضرت علي رض د خپل لښکر د مشرانو قمندانانو سره مشوره وکړه ، فیصله یي پر دي وسوه چي دوی به جنګ ته نه ور وځي تر څو چي هغوی جنګ نوي پیل کړی ، حضرت عبدالله بن عباس رض د خوارجو و معسکر ته ورغی او قصد یي وو چي دوی بیرته و اسلام ته را رد کړي ، عبدالله بن عباس رض وتوانیدی چي زرګونه کسان له بغاوته را وګرځوي ، مګر د شپږ زره شاوخوا خوارج پر هماغه ګمراهۍ پاتي شوه.
خوارجو د حضرت علي رض په غیاب کي په خپلو تحرکاتو شروع وکړه ، په دي وخت کي خوارجو ملعونینو جلیل القدر صحابي عبدالله بن خباب بن الأرت او د هغه حامله میرمنه او درې نوري ښځي چي د طيء د قبیلي وي په شهادت یي ورسولي.
حضرت علي رض چي کله په واقعه خبر سو فیصله یي وکړه چي پیل به په همدي خوارجو کوي ، حضرت علي رض د خپل لښکر سره د خوارجو پر طرف ور روان سو ، و نهروان نومي ځای ته ورسید ، خو مخکي تر دي چي د خوارجو سره جنګ شروع کړي حضرت علي رض و خوارجو ته حال ولیږه تر څو د عبدالله بن خباب قاتلین په لاس ورکي ، هغوی ظالمانو ورته وویل چي موږ ټوله ملګري ستاسو د ټولو وینه حلاله بولو ، وژنو مو (کټ مټ لکه د نن ورځي د داعشي خوارجو منطق)
بیا حضرت قیس بن سعد رض کوښښ وکړ چي د وعظ او نصیحت له لاري یي له بغاوت څخه راوګرځوي مګر هیڅ نتیجه یي ورنکړه ، کله چي حضرت علي رض نا أمیده سو نو د جهاد بیرغ یي و حضرت أبا أیوب أنصاري رض ته ورکړ ، بیا هغه په لوړه أواز ږغ وکړ که هرڅوک تر دي بیرغ لاندي راسي ودریږي هغه په أمن دی ، که څوک له جنګ څخه پر شا سي هغه په أمن دی ، که څوک و کوفي ته ننوځي هغه په أمن دی ، په دي اعلان سره ډیر د جنګه پر شا سول ، مګر د دوی مشر “عبدالله بن وهب الراسبي” د شپاړس سوه خوارجو سره پاته سو ، خلاصه په 38 كال د هجـ کي د حضرت علي رض او د خوارجو تر مینځ جنګ شروع سو ، خوارجو ډیر سخته ماتي وخوړه ، فقط یو څو کسان یي پاته سوه هغه هم و تښتیدل ، نور ټوله ووژل شوه ، بیا د څه وخت وروسته همدي پاته خوارجو و دریو کسانو ته وظیفه ورکړه چي حضرت علي رض او حضرت معاویة رض او حضرت عمرو بن العاص رض په شهادت ورسوي…
د خوارجو په لاس د مبشر بالجنة، بدري صحابي، حضرت علي المرتضی رضي الله عنه شهادت…نور بیا…