خاکسار پکتیاوال
خوارج د فساد په پیدا کولو کې تر هر چا لومړني ځانونه رسونکي قوم ده او همیش غواړي چې د مسلمانانو په منځ کې اختلافات پیدا او مسلمانان یو له بل سره په جنګ اخته کړي. دوی ټول کارونه یوازې د خپلو بادارانو د خوښۍ او رضایت لپاره تر سره کوي، مګر سره له دې هم دوی خپلو ځانونو ته د صحت لارې لټوي او وایي چې زمونږ منهج/تګلاره په اسلامي احکامو برابره ده. دوی د خپل ځان لپاره دا دلیل وایي، چې مونږ په کومه ځمکه کله قاﺉم/حاکمان شو، نو هلته شرعي احکام جاري کوو، شرعي محاکم قاﺉموو، همدارنګه هره فیصله د الله تعالی په حکم کوو، نو د همدې له امله زمونږ تګلاره صحیح او په اسلامي چوکاټ برابره ده. نو بیا د څه لپاره تاسو/مسلمانان مونږ ته خوارج وایۍ؟ مګر د دې پوښتې لپاره مونږ دوی ته یو څه دلایل وړاندې کوو: لومړی که چیرته د شرعي محکمو قایمول او د شرعي حدودو نافذول د منهج په سموالي دلالت کوي، نو ولې بیا تاسو د سعودي عربستان شاهي حکومت چې هم یې حدود نافذ کړي او هم یې شرعي محاکم قاﺉم کړي کافران ګڼۍ؟ او که چیرته تاسو ووایۍ، چې زمونږ لپاره د هغوی په تکفیر باندې نورې لارې دي، نو موږ هم هم دا وایو چې له مونږ سره هم تاسو ته په خارجي ویلو باندې نور ګڼ شمیر دلاﺉل لرو. نو لکه څنګه چې د حدودو نافذول او د شرعي محاکمو قاﺉمول د دوی/سعودي لپاره د صحت دلیل نه شي جوړیدلای همدارنګه تاسو ته هم نه شي جوړیدلای.
دوهم د خوارجو محاکم د اهلیت په اعتبار سره له ډیرو ستونزو سره مخ دي، د دوی ډیری قاضیان د خپل جهالت/کم علمي له امله د دې لاﺉق نه وي، چې دی دې قضاء وکړي مګر دوی پرې یوازې د خپلو ګټو تر لاسه کولو لپاره کینولی وي. د دوی د قاضیانو حکمونه د دوی د جهالت ښکاره دلیل ده، چې بیلګې یې په یو څو مثالونو کې را اخلو: لکه اعدام په ذبحه نافذول، د غله لاس په ساتول پرې کول، په سختو تعذیبونو له متهم څخه اقرار اخستل، په شکوکو اوشبهاتو د یو چا تکفیر او بیا یې د مرګ حکم صادرول او د زنا په متهمینو د زنا حکم صادرول او بیا یې ویډیو کول چې هلته هیڅ پکې معلومیږي نه چې دا حد د چا په ګواهي سره نافذ شوی؟
سره له دې چې اعدام بالذبح د امت د علماوو په فتوا ناروا ده: الاعدام بالذبح طریقة لم تعهد عن المسلمین منذ عهد النبي صلی الله علیه وسلم و صحابته ومن بعدهم من اهل العلم والقضاء فنسبة هذا الامر الی السنة منکر من القول و ادعاء بلا علم و انما عرفت هذه الطریقة في القتل عن الخوارج الأولین کما جاء في کتب التاریخ والسیر انهم ذبحو عبدالله بن خباب کما تذبح الشاة ثم قربوا ام ولده فبقروها عما في بطنها فهي سنة خارجیة لا سنة نبویة. یعنې د ذبحې په طریقې سره د یو چا وژل د رسول الله صلی الله علیه وسلم همدارنګه له صحابوو او د امت نور لوی لوی د قضاء عالمانو څخه نه ده ثابته. دا کار سنتو ته منسبول بده خبر ده او له علم پرته دعوه ده. د وژلو دا طریقه له پخوانیو خوارجو را څرګنده شوې ده، لکه د تاریخ او سیرت په کتابونو کې راځي، چې خوارجو مشهور صحابي عبدالله بن خباب داسې ذبح کړ لکه پسه چې ذبح کوې بیا یې د هغه ښځه را وسته او د هغې خیټه یې څیرې کړه او ماشوم او ښځه یې ورته ذبح کړل، نو دا د خوارجو سنت دي نه نبوي سنت (فتوی هیﺉة العلماء 1990)
حافظ ابن کثیر داسې وایي: فهم اول من سن الذبح في القتل. نو دوی لومړی هغه څوک وو چې په وژلو کې یې د ذبحې طریقه جاري کړه.