د اسلام د مبارک دین په وړاندې د غرب او شرق کفارو تل دا هڅه کړې ده، چې د اسلام په نامه ډلې ایجاد کړي، تمویل یې کړي او د اسلامي منهج تر عنوان لاندې د تور او کاږه منهج په پلي کولو یې مکلفې کړي.
د دغې حربې د تطبیق په جریان کې د داعش ډله هغه ډله ده، چې د اسلام د مبارک دین وعیدونو او خبرداریو ته په کتو په خوارجو نومول کیږي، دوی ته دغه نوم ځکه ور پورې شوی، چې دوی د مسلمان امیر او مسلمان لښکر له اطاعت نه وتلي دي، تر څو د متحد صف په وړاندې ننګونې ایجاد کړي او د کفارو له لارښوونو سره سم د متحد صف د پرمختګ مخنیوی وکړي.
د اسلام د لښکر او اسلامي نظام دښمنان به ډېر وي، خو دا ډله ځکه مضره ده، چې د اسلام تر نامه لاندې خپلې ناولې موخې پلي کوي او خپل کاږه منهج ته د اسلام نوم ور کوي، له همدې امله د امت ځیني خام فکره، یا جاهل ځوانان پخپل جال کې ور سره اخلي او د باطلو افکارو تلقینات ور کوي.
دوی د هغه خارجي او باغي لارویان دي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندي یې هم په زړه کې د بغاوت او خروج لګېدلی اور مهار نه کړ، همدا لامل دی چې ذوالخویصره التمیمی یا حرقوص بن زُهَیر السَّعدی د روایاتو د اختلاف په اساس رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وایي: “إعدل، یا محمد!”
په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځان په اړه وایي: “ومن يعدل إن لم أعدل؟ قد خبت وخسرت إن لم أعدل” متفق عليه واللفظ لمسلم.
ژباړه: چې زه انصاف و نه کړم، نو څوک به یې کوي؟ په باوري توګه که عدل و نه کړم، نو زه به زیان وکړم.
دغه حدیث د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عدل په مورد کې صریح دلیل دی، چې د هیڅ خارجي او باغي اجتهادي او خپل فکر یې نشي ماتولای، خو دا چې دوی د مادیاتو بنده ګان دي او د اسلام تقدس ته هیڅ قائل نه دي، نو ځکه یې هغه مهال چې رسول الله صلی الله علیه وسلم غنیمتونه وېشل او یاد خارجي ته یې ور نه کړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې دغه خطاب وکړ.
اوسني خوارج د همدې ذوالخویصره د فکر پیداوار دي، د همدې باغي له فکر او منهجه سرچینه اخلي، چې څوارلس پېړۍ مخکې لا رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوی په اړه ویلي: “یمرقون من الإِسلام مُروقَ السّهمِ من الرمیَّهِ، یَقتلون أهل الإسلام ویَدَعون أهل الأوثان، لئن أنا أَدرکتهُم لأَقتلنَّهُم قَتل عاد.” بخاری ج ۲ رقم الحدیث ۷۴۳۲ ، مسند امام احمد ج ۳ ص ۴).
ژباړه: دوی (خوارج) له اسلامه داسې وزي، لکه غشی چې له لېندۍ وزي، دوی مسلمانان وژني، خو کفار پرېږدي، که دوی مې وموندل، د عادیانو په څېر به یې ووژنم.
نو د امت ځوانانو! د تکفیري ډلې حربې مو په دام کې ونه غورځوي، شعوري یا غیر شعوري مو د اسلامي نظام په وړاندي ونه دروي، د دوی کږه او منحرفه تګلاره د احادیثو به رڼا کې وڅېړئ، د دوی د ایجاد او تأسیس فلسفه وڅېړئ، سرچېنه یې تحلیل کړئ، تر څو پوه شئ، چې دا ډله څه موخې لري، او د چا لپاره لوبیږي.