خوارج د ائمه مجتهدینو له نظره

طاهر احرار

دا چې غربيانو په افغانستان کې د لوى خداى جل جلاله په نصرت شکست وخوړ او په ټوله نړۍ کې شرمنده شول؛ نو اوس يې په اسلامي نړۍ خصوصا په افغانستان کې يوه نوې فتنه په نوم د داعش په کار اچولې ده. افسوس دا چې دغه ډله د اسلام د مقدس دين له نوم څخه په استفادې خپل فعاليت کوي او د خلکو اﺫهان تخريبوي.
په دې ليکنه کې به د دغه ډلې په هکله د ائمه مجتهدینو نظر مطالعه کړو.
۱- فقه حنفي: د دې فقهې مشهور عالم ابن همام متوفى (861ھ) په خپل کتاب فتح القدير کې فرمايي، ( والباغى فى عرف الفقهاء: الخارج عن طاعة الحق. والخارجون عن طاعته اربعة اصناف)
احدها: الخارجون بلا تاويل بمنعة وبلا منعة يأخﺫون اموال الناس ويقتلونهم ويخيفون الطريق وهم قطاع الطريق .
والثانى : قوم کﺫلک الا انهم لامنعة لهم ولکن لهم تاويل فحکمهم حکم قطاع الطريق ان قتلوا قتلوا وصلبوا وان اخﺫوا اموال المسلمين قطعت ايديهم وارجلهم على ماعرف .
والثالث : قوم لهم منعة وحمية خرجوا عليه بتاويل يرون انه على باطل کفر او معصية يوجب قتاله بتاويلهم فهٶلاء يسمونهم الخوارج يستحلون دماء المسلمين واموالهم ويسبون نساءهم ويکفرون اصحاب رسول الله ص فحکمهم عند جمهورالفقهاء وجمهور اهل الحديث حکم البغاة .
والرابع: قوم خرجوا على امام ولم يستبيحوا مااستباحهم من دماءالمسلمين وسبى ﺫراريهم وهم البغاة .
هر هغه خلک چې د يو اسلامي نظام مخې ته ودريږي په څلور ډوله دي.
اول: هغه خلک چې هغوی بې له دليل د امير له بيعت خارجيږي او د هغه سره جنګ کوي، د خلکو مالونه ترې اخلي او په لاره کې خلک ډاروي، نو د دوى حکم د قطاع طريق دى! يعنې امير به يې نيسي او قتل به يې کړي.
دوهم: هغه خلک دي چې د امير له بيعت خارج شوي وي، دليل ورسره وي، خو د امير خلاف يې جنګ نه وي کړی؛ د دوى حکم هم د قطاع طريق دی. که قتل يې کړی وي، قتل دې شي، که د خلکو اموال يې اخیستي وي، لاسونه او پښې دې ترې پرې شي، کومه چې د شريعت طريقه ده.
دریم: هغه خلک دي، چې د امير له بيعت خارج شوي وي، دليل ورسره وي چی امير يا مرتکب د ګناه کبیره او يا کفر کړی دى؛ دوی د امير سره جنګ کوي. د مسلمانانو د وينو تويول روا ګڼي، د هغوى د ښځو بنديانول روا ګڼي، نو د دوى حکم هم د باغيانو دی. امير به يې خپل اطاعت ته راوبلي، اشتباهات به يې پورته کړي، که بيا يې هم بيعت ونکړ، نو جنګ دې ورسره وکړي او قتل دې کړي.
څلورم: هغه خلک دي، چی د امير له بيعت خارج شي، خو دوى د امير سره جنګ نه کوي، د مسلمانانو وينه نه تويوي، فساد نکوي، د دوى حکم هم د باغيانو دی. امير به يې د بيعت لپاره را وغواړي، که بيعت يې ونکړ، نوجنګ به ورسره وکړي.
فتح القدير لابن همام جلد 5 ص 334
دغه نظر د فقهې حنفي وو.

همداشان فقه مالكي فرمايي
نور بیا…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version