د معقل بن قیس رضی الله عنه له جګړې وروسته، خوارج تر پنځلسو کلونو را ښکاره نه شول، چې دوه لوی عوامل یې وو: لومړی دا چې ګڼ شمېر مشران او د کار خلک یې په جګړو کې له منځه ولاړل، بله دا چې معاویه رضی الله عنه په خپل ټول توان سره هڅه کوله؛ چې هغه ننګونې له منځه یوسي، چې دده حکومتولۍ ته یې ګواښ کاوه، چې ددې هڅو په نتېجه کې؛ د خوارجو د دعوت او جلب و جذب لړۍ هم ورو شوه.
خو په ٥٨ هـ ق کال کې، خوارجو يو ځل بیا سر را پورته کړ او د مسلمانانو پر ضد یې خپل تحرکات پیل او جاري وساتل.
دا چې عراق د هر وخت په څېر د داسي فتنو د ظهور مرکز ګرځېدلی؛ دا ځل هم د خوارجو ظهور د عراق د بصرې په شاو خوا کې و؛ چې دا مهال معاویه رضی الله عنه ددې ښار والي عبیدالله بن زیاد رضی الله عنه ټاکلی و.
عبیدالله بن زیاد له خوارجو سره په همدې کال سخت جنګونه وکړل، چې په پای کې خوارج له بدې ماتي سره مخ شول، څه کسان یې ووژل شول او پاته نور یې اسېران شول او وروسته د عراق په بېلا بېلو زندانونو کې وغورځول شول.