علي رضی الله عنه آخرنۍ هڅه هم وکړه، تر څو خوارج له بې لاریتوب څخه وژغوري.
دا ځل یې لیک ورته ولیږل، او دا یې ورته وویل: راتلونکې دوشنبه زموږ پلان دی، چې لښکر منظم او د اصلي دښمن د لمنځه وړلو لپاره جهاد ته ادامه ورکړو، تاسو راسره کډون وکړﺉ.
لیکن دا ځل هم د خوارجو ځواب د تېر په څېر ډېر له ګستاخي او بې ادبي سره مل وو.
داسې یې ورته لیکلي وو:
که ته په تېرو کړنو خپل ځان کافر بولې (العیاذ بالله) او ربﷻ ته توبه کاږې نو موږ ستا تر څنګ جهاد کولو ته ادامه ورکوو، او که دا نه منې بیا پوه شه چې الله ﷻ فرمایي:
(ان الله لایحب الخائنين)
د علي رضی الله عنه نور په دې باور شو چې دا خلک د اصلاح وړ نه دي، نو یې تکل وکړ، چې دوی پرېږدي او خپل کار او خپل ټول فکر یې د اصلي دښمن په لور واړاوه، تر څو خپلو فتوحاتو ته دوام ورکړي او د اسلامي خلافت لمن پراخه کړي.
خو کله چې یې له کوفې څخه سره له خپله لښکره د وتلو نيت وکړ، ناڅاپه خبر راغی چې خوارجو عبد الله بن خباب رضی الله او ورسره مېرمن چې امیدواره هم وه، په شهادت رسولي، او خوارجو په هر لور په لوړه کچه فساد شروع کړی، چې نه د خلکو مال خوندي دی او نه یې سر او ناموس په امن دي.
په دې سره خلکو علي رضی الله ته مشوره ورکړه، چې که موږ د کفارو سره مقابلې ته ولاړ شوو، دلته مو هر څه فتنه ګرو ته پاتې کيږي، نو ژر تر ژره اقدام وکړه.
علي رضی الله عنه حرب بن مرة العبدي د خوارجو په لور ولېږل، تر څو د دوی له غوښتنو دا ځل هم ځان خبر کړي.
خو خوراجو نوموړی په شهادت ورساوه او په دې سره یې د جنګ اعلان وکړ.
علي رضی الله عنه خپله هغه اراده چې د شام په لور یې کړې وه، څو له کفارو سره جهاد وکړي، شاته پرېښووده. په دې که به د اللهﷻ ستر حکمت وو.
نور بیا…