له خوارجو سره جګړه فرض ده او د جهاد یو قسم ده، الله تعالىٰ پرې أمر کړی دی. الله تعالیٰ فرمایي: وَإِنْ طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِنْ بَغَتْ إِحْدَثَهُما عَلَى الْأُخْرَى فَقَتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللهِ فَإِن فَاءَتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ [الحجرات: ٩]
ژباړه: او که د مؤمنانو دوه ډلې خپلو کې جګړه وكړي، نو تر مینځ يې صلحه وکړئ او که يوې پر بلي تيرى وکړ، نو تيرى كوونكي سره جگړه وكړئ، تر څو د الله حكم ته رجوع وکړي، که یې رجوع وکړه، نو د دواړو تر مینځ په عدل او إنصاف سره صلحه وكړئ، يقيناً ﷲ تعالیٰ له عادلانو سره محبت كوي.
او رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلي رَضِيَ اللهُ عَنْهُ ته په همدې جګړه خصوصي وصیت کړی دی.
عَنْ عَلِيٌّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: سَمِعْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: يَأْتِي فِي آخِرِ الزَّمَانِ قَوْمُ حُدَثَاءُ الْأَسْنَانِ سُفَهَاءُ الْأَحْلَامِ، يَقُوْلُوْنَ مِنْ خَيْرٍ قَوْلِ الْبَرِيَّةِ يَمْرُقُونَ مِنْ الْإِسْلَامِ كَمَا يَمْرُقُ السَّهُمُ مِنَ الرَّمِيَّةِ، لَا يُجَاوِزُ إِيمَانُهُمْ حَنَاجِرَهُمْ، فَأَيْنَمَا لَقِيتُمُوهُمْ فَاقْتُلُوْهُمْ فَإِنَّ قَتْلَهُمْ أَجْرٌ لِمَنْ قَتَلَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ. (رَوَاهُ الْبُخَارِي)
ژباړه له علي رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ روايت ده، وايي: ما رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ څخه اوريدلي هغه فرمايل: آخره زمانه کې به كم عُمره، كم عقلان راشي، د إنسانيت بهتريني خبرې به كوي، له اسلام څخه به داسې وځي لکه: غشې چې له ښكار څخه، إيمان به يي له مريو څخه نه تیريږي، کچیرته ورسره مخ شوئ ويې وژنئ، يقيناً د دوی په وژلو کې وژونکي ته د قيامت د ورځ أجر شته.
عَلَقَمَة رَحِمَهُ اللهُ وايي:
سَمِعْتُ عَلِيَّ بْنَ أَبِي طَالِبٍ يَقُوْلُ يَوْمَ النَّهْرَوَانِ: أُمِرْتُ بِقِتَالِ الْمَارِقِيْنَ، وَهَؤُلَاءِ الْمَارِقُوْنَ. رَوَاهُ أَبُو بَكْرِ ابْنِ أَبِي عَاصِمٍ فِي مُسْنَدِهِ)
ژباړه: ما د نَهْرَوَان په ورځ له علي بن أبي طَالِبٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ څخه واوريدل هغه ويل: ماته د مارقينو په جگړه حُكم شوی، او دا خلک مارقين دي.
قَوْلُهُ: (الْمَارِقِيْنَ) د مَارِقُ جمع ده او مارِقُ له (مَرَقَ، يَمْرُقُ، مَرْقاً، ومُرُوْقاً) نه د اسم فاعل صیغه ده، په لغت کي خُرُوج او وتلو ته وايي، او دلته له (الْمَارِقِيْنَ) څخه خَوَارِج مُراد دي او دا هغه کسان دي کوم چې د عَلَي رَضِي اللَّهُ عَنْهُ له صف نه بیل شول او د النَّهْرَوَانِ په مقام د علي رَضِيَ الله عنه جگړې ته را ووتل. د خوارجو په جگړو کې د مسلمه أمّت إمام علي رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ دى، او هغه خوارجو ته خپل خطاب کې فرمايي: أَلَا إِنَّ لَكُمْ عِنْدِي ثَلَاثَ خِلَالٍ مَا كُنتُمْ مَعَنَا لَنْ نَمْنَعَكُمْ مَسَاجِدَ اللهِ، وَلَا نَمْنَعَكُمْ فَيْنَا مَا كَانَتْ أَيْدِيكُمْ مَعَ أَيْدِينَا، وَلَا نُقَاتِلُكُمْ حَتَّى تُقَاتِلُوْنَا. رَوَاهُ ابْنُ أَبِي شَيْبَةَ فِي مُصَنَّفَهِ، رَقْمُ الْحَدِيثِ: (۳۷۹۳۰)
:ژباړه خبردار! تاسې لره موږ سره درې خبرې دي، تر څو چې موږ سره ياست: د ﷲ تعالیٰ له جماتو مو نه منعه کوو، تر څو چې موږ سره جهاد کوئ غنیمت در څخه نه ستنوو، تر هغې درسره جگړه نه کوو تر څو چې تاسې راسره جگړه ونه کړئ.
له همدي وجې کله چې خوارجو عبد الله بن خَبّاب رَضِي اللهُ عَنْهُ شهید کړ، نو علي كَرَّمَ اللهُ وَجْهَهُ لښکري پسې را ويستلې او جگړه يې پريږې شروع کړه، په همدې أساس عام فقهاء وايي: خوارج کافر نه دي، تر څو چې د إمام او مسلمانانو په خلاف را وتلي نه وي، إمام به پرې تعرض نه کوي.
في رد المحتار: ٢٦١١٤ – ٢٦٢)
فَإِنْ كَانُوا تَكَلَّمُوا بِالْخُرُوجِ لَكِنْ لَمْ يَعْزِمُوا عَلَى الْخُرُوجٍ بَعْدُ، فَلَيْسَ لِلْإِمَامِ أَنْ يَتَعَرَّضَ لَهُمْ…. وَحُكْمُ الْخَوَارِجِ عِنْدَ جُمْهُورِ الْفُقَهَاءِ وَالْمُحَدِّثِيْنَ حُكْمُ الْبُغَاةِ. وَذَهَبَ بَعْضُ الْمُحَدِّثِيْنَ إِلَى كُفْرِهِمْ. قَالَ ابْنُ الْمُنْذِرِ: وَلَا أَعْلَمُ أَحَدًا وَافَقَ أَهْلَ الْحَدِيْثِ عَلَى تَكْفِيْرِهِمْ، وَهَذَا يَقْتَضِي نَقْلَ إِجْمَاعِ الْفُقَهَاءِ
ژباړه که خوارجو د را وتو خبره کړې وه، خو را وتلي نه وو، نو إمام ته پرې تعرض روا نه ده او د عامو فقهاؤ او محدثینو په نزد خوارج د باغيانو حُكم لري، ځينې محدثين وايي: خوارج كافر دي، ابن مُنْذِر ويلي: ما ته داسې کس معلوم نده، چې له محدثينو سره يې د خوارجو په كفر كي توافق كړی وي، له دې معلوميږي چې له فقهاؤ پدې مسئله کي إجماع نقل شوې.