خوارج؛ معاصره فتنه او استخباراتي کړۍ

عزیر عازم

#image_title

د داعش په نامه خوارج د نړۍ هغه معاصره فتنه ده، چې د سیمې په ګڼو هېوادونو کې یې د خلکو سوله ییز او ارام ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی او تر ټولو ستر زیان یې هم اسلام او اسلامي شعایرو ته متوجه دی، دا چې کله کله خپلو ناوړه موخو ته رسېږي، تر شا یې د سیمې او نړۍ د مغرضو هېوادونو هغه استخباراتي حلقې دي چې هم د اشغال جال غوړوي او هم د اسلام د رښتینې څېرې د بې رنګه کولو لپاره دغه کرايي قاتلانو ته معلومات او امکانات برابروي.

که د خوارجو کړغېړن تاریخ ته ځير شو، د تاریخ په اوږدو کې یې په ډېره بزدلانه بڼه د اسلام او شریعت سپکاوی کړی، د اسلامي هېوادونو مصلح مشران، عالمان او واقعي مجاهدین یې له منځه وړي دي، چې په دې لړ کې زموږ ګران افغانستان هم په امن نه دی پاتې شوی او په تازه مورد کې یې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني په یوه بزدلانه عمل کې په شهادت ورساوه.

دا به ښايي ټولو ته څرګنده وي چې د اسلامي امارت له راتګ سره د دوحې تړون هغه ماده په بشپړه بڼه عملي شوې چې افغان خاوره به د نړۍ د هېڅ هېواد په زیان ونه کارول شي او دا ماده همداسې په جدي توګه عملي کېږي هم، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر په دې وروستیو کې هم دا خبره تایید کړې ده.

دا چې ځینې کړۍ او مغرض هېوادونه بیا هم اسلامي امارت په دې ملامتوي چې د خوارجو رېښې یې له افغان خاورې نه دي پرې کړې؛ یوه ډېره ناسمه ادعا ده، د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي د شهید خلیل الرحمن رحقاني د فاتحې په مراسمو کې دا حقیقت یو ځل بیا په ډاګه کړ، چې خوارجو په افغانستان کې په تېرو اوو میاشتو کې اووه بریدونه کړي، خو استخباراتي سرچینو څرګنده کړې چې دا ټول په افغانستان کې نه دي طرحه شوي، بلکې له هېواده بهر ګاونډیو او د سیمې هېوادونو کې پلان ورکړل شوی دی.

ښاغلي متقي د سیمې په هېوادونو غږ وکړ چې باید د ظالمانو په دغه ناوړه کړنو سترګې پټې نه کړي، اډې او امکانات دې نه ورکوي، ځکه چې دا ډلې نه د افغانستان او نه هم ستاسې په ګټه دي، دوی ددغه ناوړه فعالیتونو په پایله کې تلفات اړوي، چې دا به حتمی اثرات لري او تمویلونکي به یې خپله هم په دې بل کړي اور کې سوځي.

 

هغه زیاته کړه چې د نړۍ هېوادونه باید له افغانستان سره ددغه ګډ دښمن په له منځه وړلو او مخنیوي کې د افغان حکومت د واقعي مبارزې ملاتړ وکړي؛ د متقي صاحب څرګندونې په رښتیا هم له هغه ستر حقیقت څخه پرده پورته کوي چې افغانانو هېڅکله هم د کوم هېواد امنیت ته ګواښ نه دی جوړ کړی، د خوارجو او اړوندو ډلو کمې او زیاتې ویجاړونکو کړنو طرحه یا سرچینه هم د ګاونډیو او سیمې هېوادونو په خاوره کې ثابته شوې ده، چې د هېڅ دیپلوماسي او اصول یې نه ایجابوي.

په ورته وخت کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې یو ځل بیا پر دې خبره ټینګار وکړ چې افغان خاوره به د هېچا په زیان ونه کارېږي، بلکې دا خپله د سیمې هېوادونه دي چې باید د افغانستان په امنیت کې خپل د ګاونډیتوب مثبت نقش ادا کړي.

هغه د شهید حقاني د شهادت په اړه وویل چې له ګوډ لاس، کچ او مظلومیت څخه بزدلانه استفاده او د یوه مصلح او مجاهد مشر له منځه وړل د داعش پر قوت نه، بلکې کمزورۍ دلالت کوي او بل اړخ ته څرګندوي، چې د اسلامي امارت په مظلومو او خوارانو څومره مهربانه دی.

نړۍ باید نور دا درک کړي چې اسلامي امارت د ګاونډیو، سیمې او نړۍ د خوندیتوب لپاره له یوې معاصرې فتنې یا خوارجو سره په یوازې ځان کلکه مبارزه کوي او د دوی شتون یې صفر ته رسولی دی، خو برعکس بیا د سیمې او نړۍ هېوادونه له اسلامي امارت څخه د مننې پر ځای خوارجو او د هغوی کرايي قاتلانو ته په خپلو خاورو کې ځایونه او امکانات ورکوي، که دا بې غوري همداسې دوام وکړي؛ نو لرې نه ده چې دا فتنه به د هغوی هېوادونو او نظامونو زیانونه واړوي او د خپلې بې غورۍ په اور کې به وسوځېږي.

 

 

 

 

 

 

 

 

هرماس الافغاني
Exit mobile version