د کبیره ګناهونو په لړ کې چې خوارج پرې مبتلا دي، دویمه ګناه په لاندې ډول ده:
۲:- الکذب (درواغ ویل)
درواغ ویل د اسلام له نظره یو له سترو ګناهونو څخه شمېرل کېږي، په قرآن عظیم الشان او مبارکو احادیثو کې د درواغو ویلو ناوړه عواقب بیان شوي دي، مسلمانانو ته توصیه شوې ده چې تل له رښتینو خلکو سره واوسي او له دروغجنو څخه ځانونه لیرې وساتي.
الله جل جلاله فرمایي: “يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ”
ژباړه: “ای مؤمنانو! له الله نه وویریږئ او له رښتینو خلکو سره اوسئ.”
نبي علیه الصلاة والسلام په حدیث شریف کې فرمایي: “إن الکذب يهدی إلى الفجور، وإن الفجور يهدی إلى النار.”
ژباړه: “درواغ بدکارۍ ته انسان رسوي، او بدکاري انسان جهنم ته بیايي.”
خو خوارج د دې آیتونو او احادیثو خلاف، د خپلې افراطي عقیدې د خپرولو لپاره خلکو ته دروغ وایي، اسلامي نصوص تحریفوي، حقایق پټوي، او د خپلو موخو د تحقق لپاره هر ډول دروغو ته تیار دي، همدارنګه، دوی ددې لپاره چې خپل ناوړه اجنډا پر مخ یوسي، د عامو خلکو ذهنونه مغشوشوي او دروغ ورته وایي.
۳:- غدر او خیانت
درېمه لویه ګناه چې خوارج پرې مبتلا دي، غدر او خیانت کول، خیانت یوه لویه ګناه ده چې د ټولنې بنسټونه له منځه وړي، الله جل جلاله فرمایي: “إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْخَائِنِينَ” (الأنفال: ۵۸) ژباړه: الله تعالی خیانت کوونکي نه خوښوي.
رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایي: “إذا اؤتمن خان” (بخاري و مسلم)
ژباړه: د منافق نښه دا ده چې امانت ور کړل شي، خیانت پکې کوي.
خوارج د امت، د مشرانو، او د مسلمانانو ترمنځ خیانت کوي، دوی د اسلام تر نامه لاندې د اسلام او مسلمانانو پر ضد جګړه کوي، له مسلمانانو سره عهد کوي، بیا خیانت کوي، بېخبره خلک وژني، چې دا یو ښکاره خیانت دی.
۴:- فرح الأعداء – د اسلام د دښمنانو خوښول
دا عمل هم د شریعت له نظره ناروا او یو خطرناک کار دی، قرآن کریم او حدیث شریف له داسې عملونو څخه منع کوي، الله جل جلاله فرمایي:”إِن تَمْسَسْكُمْ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ ۖ وَإِن تُصِبْكُمْ سَيِّئَةٌ يَفْرَحُوا بِهَا” (آل عمران: ۱۲۰)
ژباړه: که تاسو ته خیر ورسي، هغوی ته بده ښکاري، او که تاسو ته کومه بده پېښه شي، هغوی پرې خوشحالېږي.
دا آیت په وضاحت سره څرګندوي چې د دښمنانو خوښي د مسلمانانو په ناکامیو او داخلي جګړو کې وي، نو هر هغه عمل چې د دښمنانو د خوښۍ لامل شي، هغه د اسلام خلاف عمل دی.
د “فرح الأعداء” د حرمت په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
“لا تُظْهِرِ الشَّمَاتَةَ لأخِيكَ، فَيَرْحَمَهُ اللَّهُ وَيَبْتَلِيكَ” (ترمذي، حدیث حسن)
ژباړه: پر خپل ورور مه خوشحالېږه (کله چې هغه ته مصیبت ورشي) هسې نه الله تعالی به هغه ته رحم وکړي او تا به په ابتلاء کې واچوي.
که د خپل ورور په بد حال خوشحالېدل ناجایز وي، نو تصور وکړه چې د ټول امت د ذلت او وژنو پر وړاندې د کفارو خوښي څومره ستره ګناه ده.
خوارج څنګه د دښمنانو د خوښۍ سبب ګرځي؟
خوارج د مسلمانانو ترمنځ جګړه رامنځته کوي، د اسلام نوم بدناموي، د مسلمانانو خلاف ځانمرګي بریدونه کوي، د کفارو تبلیغات تاییدوي، او هغوی ته دا پلمه ورکوي چې “اسلام د تروریزم دین دی.”
بناءً، کله چې خوارج مسجدونه، بازارونه، ښوونځي او عام خلک هدف ګرځوي، کفار خوشحالېږي؛ ځکه دوی ویني چې مسلمانان د خپلو لاسونو له خوا تباه کېږي. دا عمل په ښکاره ډول “فرح الأعداء” دی، او له شرعي نظره حرام دی.