پاکستاني پوځیانو ته د زیاتو تلفاتو له اوښتو، د مړو د جسدونو د پاتې کیدو او د ځینو پوځیانو له ژوندي نیول کیدو وروسته د پاکستان پوځ په مکرر ډول د اوربند غوښتنه کوله چې بالاخره یې د اوربند غوښتنه اعلان کړه او اسلامي امارت یې هم غوښتنه ومنله.
البته د اسلامي امارت له لوري د ۴۸ ساعتونو لپاره اوربند منل شوی دی
له دې وروسته باید پاکستاني پوځ چې لومړی تېری د دوی لخوا پیل شوی دی، د فرضي کرښې په اوږدو کې د ستونزو د حل او نورو مسايلو د حل په اړه معقول او منطقي اقدامات وکړي