زبیر عاطف
محمد حنیف اتمر کمونیست و، د ببرک کارمل او ډاکټر نجیب په دوره کې یې په خاد کې کار کړی و، وروسته یې غربي استخباراتو ته پناه یووړه. پر افغانستان د امریکايي اشغالګرو تر برید وروسته یې د هغوی د تالي څټې په حیث کار پیل کړ.
خو کله چې په ۲۰۱۵ز کال په افغانستان کې داعشي خوارج راښکاره شول، نوموړي خپله ټوله سابقه او نظریه تر پښو لاندې کړه او د داعشي خوارجو په ملاتړ او هغوی ته په کمپاین یې پیل وکړ. اتمر له خوارجو سره نظریاتي تړاو نه درلود، خو د خوارجو ظهور یې د ځان په ګټه باله او له دې لارې یې کوښښ وکړ چې د اشغال پر ضد روانه مبارزه یې زیانمنه کړي.
معلومه ده چې په دې کار کې نوموړی یوازې نه و. له ده سره ټوله غربي نړۍ همغږې وه. غربي او سیمه ییزو استخباراتو ته په افغانستان کې خوارج د امریکایي اشغال پرضد مقاومت د کمزوري کولو لپاره ښه وسیله ښکاره شوه.
له خوارجو سره د اتمر مرسته تر دې حده رسوا شوه چې د هغه وخت د کابل د ګوډاګۍ ادارې په پارلمان کې هم نارې پورته شوې او نوموړی په افغانستان کې د داعش د یوه غیرمستقیم مؤسس په نوم یاد شو.
پر اتمر له داعش سره د تړاو تور له دې امله پوخ شو چې په ۲۰۱۵ز کال کې مخکې تر دې چې خوارج په افغانستان کې خپل حضور اعلان کړي د نوموړي تر نظر لاندې له پاکستاني استخباراتي ادارو سره د همکاریو یو تړون لاسلیکېدو ته نږدې و. کله چې د تړون د نښاني کېدو خبرونه رسنیو ته راووتل، لږ موده وروسته خوارجو په افغانستان کې خپل حضور اعلان کړ. همداراز کله چې په ۲۰۱۸ز کال کې اسلامي امارت د جوزجان په درزاب کې خوارج محاصره کړل، د اتمر چورلکو نږدې ۲۵۰ داعشیان د اسلامي امارت د مجاهدینو له منګولو وژغورل او مېلمستونونو ته یې یووړل.
اتمر دا هر څه د دې لپاره کول چې خوارج د اسلامي امارت پر ضد د یوې سټراټيژيکې وسلې په حیث وکاروي او تر څه حده په خپل دې کار کې بریالی هم شو ځکه چې خوارجو تر خپل ظهور وروسته په شرق او شمال کې د اشغالګرو پر ضد روان جهاد متاثر کړ او مجاهدین یې له ځان سره مصروف کړل.
اتمر؛ د غرب او سیمه ییزو هیوادونو جاسوس
اتمر د غرب او سیمه ییزو استخباراتو لاسپوڅی و. نوموړی د اسلامي امارت د حاکمیت په لومړنۍ دوره کې په ځینو مؤسسو کې په کار بوخت و خو له اشغال سره سم د غربي اېتلاف په څنګ کې ودرېد. څو کاله وروسته یې د همبستګي مشورتي ګروپ په نوم یو شرکت جوړ کړ، چې زیات تمرکز یې بهرنیو مؤسسو او حکومتونو ته د افغانستان د داخلي اوضاع په اړه د تحقیقاتو په چمتو کولو او پروژو اخیستلو و، اتمر د دې شرکت له لارې له بهرنیانو د تحقیقاتو په نوم د جاسوسۍ او پروژو له درکه میلیونونه ډالر ترلاسه کړل خو د خپل معاش او شرکت له ګټې سره سره بیا هم ځان مسکین ورته ښکارېده او د یوه عربي هېواد د جاسوس وظیفه هم پیل کړه.
یاد هېواد به په افغانستان کې له خپلو ایجنټانو د اړتیا وړ معلومات ترلاسه کول او په بدل کې به یې هغوی ته ډالر ورکول.
د ۲۰۱۷ز کال د مارچ میاشتې په ۱۴مه نېټه، په کابل کې ددغه هېواد سفارت د خپلو ۶۰ افغان کارمندانو یو لیست چې د هغوی نوم، د دندې ځای، د دوسیې کوډ، په استخباراتو کې د ثبت ګڼه او د میاشتني معاش اندازه پکې لیکل شوې وه د مربوطه هېواد استخباراتي ادارې ته ولېږه. په دې لیست کې اتمر ته هم پیسې په نظر کې نیول شوې وې.
د ۲۰۱۸ز د دسمبر په ۱۳مه نېټه یو ځل بیا له سفارته د استخباراتو رئیس ته یو لیست چې د ۸۰ نفرو مشخصات پکې ذکر وو ولېږل شو او غوښتنه پکې شوې وه چې دې کسانو ته پیسې او میاشتنۍ حق الزحمه ورکړي.
په لیست کې تر ټولو لوړ معاش حنیف اتمر ته لیکل شوی و، چې ۲۲۰۰۰ امریکايي ډالر کېدل. تر ټولو ټیټ معاش (۱۲۰۰) ډالر د ماندګار ورځپاڼې د هغه وخت مسؤل مدیر نظري پریاني ته په نظر کې نیول شوی و.
د معلوماتو له مخې، پر دې معاش برسېره اتمر ته یو ځل د دغه عربي هېواد له سفارته ۳۲۰۰۰۰ (درې سوه شل زره) او بل ځل یو نیم میلیون ډالره ورکړل شوي وو.
اتمر اوس په څه پلان بوخت دی؟
یوه مشهوره وینا ده غلام چې له یوه باداره لیرې شي د بل بادار په لټه کې وي. د اتمر ژوند هم همداسې دی. یو وخت د خاد په نوم د کمونستانو د بدنامې ادارې کارمند و او د غربي امپریالیزم پر ضد د جګړې نغارې یې وهلې. کله چې کمونیزم رانسکور شو، د غرب غیږې ته یې ځان وغورځاوه او جاسوسي یې ورته پیل کړه، هممهاله یې له سیمه ییزو استخباراتو سره هم د یارانې تار وغځاوه. د اسلامي امارت په راتګ سره له صحنې ووت خو اوس بیا له جرمني په دې هڅه کې دی چې د سولې او عدالت راوستلو په نوم هیواد د یوه بل استخباراتي او پردي جنګ په لومه کې راګیر کړي او د پخوا په څېر په جعلي تحقیقاتو او لیدنو خوارج په افغانستان کې قوي وښيي او په دې ډول له مخکني تکتیکه په استفادې خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي