امریکا او ملګرو یې په دې دوه لسیزو کې د ټولې نړۍ بشریت په فتنه او امتحان کې واچول، د ۱۱ ستمبر د حادثې پر بهانه یې پر افغانستان حمله وکړه د دې ترڅنګ یې د هستوي وسلو پر بهانه په عراق حمله وکړه، د مرګ او ژوند یوه اوږدې تراژیدي یې اغاز کړه او لا هم جریان لري.
دغه ستره فاجعه فقط تر نظامي حرکتونو نه وه محدوده بلکې د دې ترڅنګ یې نورې فتنې هم راپیدا کړې، په عراق کې د شیعه او سني فتنه دومره ګرمه شوه چې منځنی ختیز یې ټول ونیوه، د دې فتنې د لا ګرمې ساتلو لپاره د خلافت تر نامې لانې داعشي فتنې ظهور وکړ چې هغه مسلمانانو ته تر ټولو زیات د اذیت سبب وګرځېده، په لومړیو کې د مسلمانانو یوڅه هیلې او امیدونه ورته پیدا شول خو وروسته د دوی د غیر اسلامي او غیر انساني کړنو له امله مسلمان بیرته ناهیلي شول.
هغه وخت دا فتنه لا خطرناکه شوه چې ترشا یې د امریکایانو لاسونه ولیدل شول.
په دې کتاب د همدغه فتنې په اړه خورا مهم معلومات راجمع شوي چې په کتلو یې ، انسان د کفارو له معاصرو فتنو او دسیسو په اړه خبر ترلاسه کولای شي.د ډاونلوډ لپاره لاندې لینک کلیک کړئ