المرصاد له خپلو باوري سرچینو معلومات ترلاسه کړي چې په تېرو اته څلوېښتو ساعتونو کې د پلازمېنې په شمول د هیواد په درو ولایتونو کې امنیتي ځواکونو د داعشي فتنه ګرو پر خلاف همغږي عملیات ترسره کړي، چې په نتیجه کې یې ٥ خوارج وژل شوي او یو شمېر نور ژوندي نیول شوي دي.
د سرچینو په خبره، دا عملیات په غور، کابل او کونړ کې ترسره شوي او هدف یې د داعشيانو هغه شبکې وې چې د روان میلادي کال په تخریبي کړنو کې یې لاس درلود.
د معلوماتو له مخې، په غور کې د داعشي خوارجو هغه شبکه په نښه شوې چې څو میاشتې وړاندې یې د غور او دایکندي ترمنځ په یوه برید کې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې وه؛ د یادو عملیاتو په نتیجه کې دوه داعشیان قتل او یو بل ژوندی نیول شوی دی.
همداراز تېره شپه په کابل کې د ځانګړو ځواکونو لخوا په ترسره شویو عملیاتو کې د یوه بهرني وګړي په شمول (چې هویت یې تراوسه لا معلوم نه دی) دوه داعشیان وژل شوي او دوه نور ژوندي نیول شوي دي. سرچینو زیاته کړې چې له دې عملیاتو سره هممهاله، په کونړ کې هم یو داعشی فتنه ګر له منځه وړل شوی دی.
د یادونې وړ ده، په دې وروستیو کې د افغانستان د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو د هیواد په مرکز او ختیځ کې د هغو داعشي فتنه اچوونکو پر ضد عملیات چټک کړي چې په بلوچستان کې د فتنه ګرو له مرکزونو رهبري کیږي، هلته روزنه ویني او وروسته افغانستان ته رالېږل کیږي. امنیتي سرچینو المرصاد ته ویلي چې په روان کال کې د داعشیانو لخوا په ترسره شویو تقریبًا ټولو تخریبي اعمالو کې هغو کسانو لاس درلود چې په پاکستان کې یې روزنه لیدلې او له هماغه ځایه افغانستان ته رااستول شوي دي.