احمد الله عاطفي
زما د ایمان او عقیدې ورونو او خویندو!
پدې کې هیڅ شک نشته چې زموږ دور په تخنیکي او ساینسي لحاظ پر مختللی دور دی او په دې دور کې شیبه په شیبه د نړۍ له حالاتو خبریږو، که په دې هکله لږ تدبر وکړو او لید لوری مو د شریعت شارع او شارح ارشاداتو ته واړوو له حقیقته ډک وړاندوینو عملي بڼه به په څرګنده توګه ووینو.
ورونو او خویندو!
د الله (عزوجل) په خاطر زما لیکنه د یو طرف په لور برداشت نه کړئ، بلکه د هغه مبارک ارشاد په رڼا کې مطالعه کړئ، چې زه او تاسو يې په منلو او قبلولو مکلفیت لرو او په دې اړوند مو کلک یقین او باور دی چې دا زما د رب العالمین کلام دی؛ ذره قدرې شک او تردد مو دنیا او اخرت بربادوي.
قال الله تبارک وتعالی:إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ.(الحجرات: ۱۰)
ژباړه:یقیناً چې مؤمنان(په خپلو منځونو کې) وروڼه دي، نو د خپلو دوو وروڼو تر منځ روغه جوړه وکړئ او له الله ووېرېږئ چې رحم درباندې وشي.
ورونو او خویندو!
د الله سبحانه وتعالی دا مبارک ارشاد په فردي توګه او هم په ټولنیزه توګه موږ مکلف او مسؤل ګرځوي چې د مسلمانانو تر منځ د خیر ښېګڼې نیت سره (په نیت کې مو خطور نه وي) د روغې جوړې هڅه د حقیقتونو په رڼا کې په عدالت سره وکړو.
الله سبحانه وتعالی موږ ته دنده راکوي او پر دې مو ګماري، که کله د ورورګلوۍ دا ایماني اړیکه وشلیده، اختلاف او اختناق ولاړ شول، له تاسو نه هر یو په فردي توګه او ټولنیزه توګه درنده دنده لرئ چې د عمل میدان ته د روغې جوړې لپاره مټې بډ وهئ، هڅه او هاند به مو پر تقوی ولاړ وي، خپلې کړنې او عملونه به د الله (عزوجل) نه د ویرې په محک او تلې اندازه کوئ، په دغه دوران کې به له غلطې پریکړې او ناروا څرګندونو نه د خپلو شخصي اغراضو په موخه کلکه ډډه کوئ، ذاتي اغراض مو دې ته و نه هڅوي چې له یوه لوري پلوي وکړئ او یا یو ته په بل ترجیح ورکړئ، که دا معیار مو خپل کړ مطمئين او ډاډ من اوسئ چې د روغې جوړې عادلانه هڅه او هاند مو کړی او دا هڅې به مو یقیناً چې د الله سبحانه وتعالی د رحم او کرم وړ وګرځي.
زموږ د هر یو مسؤلیت او مکلفیت د توان او قدرت په اندازه،(په لاس، ژبه، قلم او د زړه په نیت) دی.
که دا اوصاف مو خپل کړل غوره عبادت مو کړی او د الله سبحانه وتعالی د رحم امید سره د دنیا او اخرت د خیر او بریالیتوب لمن مو نیولې ده.
ورونو او خویندو!
سره له دې چې موږ په یو پرمخ تللي دور کې ژوند کوو، له دې هم مه غافله کیږئ، چې په فتنو کې را ګیر یو، د پانګې تر لاسه کولو فتنه چې په هر لار وي روا وي که ناروا ، د بل په مرۍ خوله لګول وي یا په غدر او خیانت.
د منصب حصول او ساتل دي که په هرې لارې وي، غیر عادلانه سپارښتنه، دوکه، رشوت، زور، ظلم او زیاتی.
له ټولو نه ستره فتنه چې دنیا او اخرت مو بربادوي هغه ده د عقیدې فتنه، او په دې لار کې د شیطان اولینه ترجیح همدا ده.
ژوندي انسانان تل د شیطان په لمسون د ایمان او عقیدې په اړوند په خطر کې وي، د (بلعام بن باعوراء)حکایت به مو اوریدلی وي چې د وخت ستر عابد او پرهیز ګار و، مګر د شیطان په لمسون يې د دنیا فنا کیدونکې طمعه يې دنیا او اخرت برباد کړ.
ورونو او خویندو!
کلک یقین او باور ولرئ چې د چا لپاره مو خوله خلاصه کړې ده او د چا په پلوي قلم کاروئ او د چا سره په پټه او ښکاره مرسته او مینه لرئ او په همدې حال کې مرګ در باندې راغی حشر به مو له هغو سره وي.
دا روښانه دی چې موږ عملاً د جنګ او جګړې په عملي میدان او سنګر کې قرار نه لرو، خو د تاریخ په دې حساس پړاو کې قرار لرو، په ځانګړي توګه په اروپا، امریکا او بل هر بهرني ملک کې نسبتاً په راحت ژوند کوو، خو شیطان مو په ارامه نه پریږدي، د خپل کاذب وقار، د خپل او خپلوانو منصب د قدرت طمعه او امیدونه موږ ته ښایسته کوي او هم مو د ځینو پخوانیو کړنو نه وېروي په همدې اساس شیطان مو لمسوي او هڅوي تر څو د جنګ، اختناق او ورور وژنې اور ته پوکی ورکړو او په جنګ اخته لوری تشویق کړو، حال دا چې ټولې پخوانۍ فاصلې لنډې، زړونه سره نږدې کړو، برخلاف فاصلې ايجادوو.
موږ په مريي او غیر مريي، شعوري او غیر شعوري توګه د هغه قسم خوړلي دښمن شیطاني پلانونه او مقاصد تکمیلوو، چې په ډیر مهارت او شیطاني دسیسو غواړي موږ د سمت، ژبې، رنګ، قوم او بیلا بیلو نومونو مو سره وویشي.
ورونو او خویندو!
واکمني، منصب او قدرت چا ته بقأ نه لري، که يې درلودای تر موږ هیڅکله نه رسیده.
په وژنو توطئو او پلمو واکمني بقأ نه مومي، که پاتې کیدای فرعون په زرګونه ماشومان ووژل ولې د الله سبحانه وتعالی په تقدیر همغه ماشوم چې د ده د نابودۍ سبب جوړ شو د ده په کور کې وروزل شو.
د دې دور او وخت فرعون (بش، ټوني بلیر) او ورسره ملګري نن په کوم حال کې ژوند کوي چې د سلګونو زرو انسانانو قاتلان دي، تاسو ته د هغوی د ژوند حریم معلوم نه دی چې زموږ د یو بانډه چي چوپان قدري نه حیثیت لري او نه ژوند، د اخرت تکالیف يې خو لا پاتې دي.
زموږ د نږدې لسیزو تاریخ ته وګورئ، واکمنان مو څومره په غرورو راغلل، په رسوايي لاړل، دا د دنیا د ژوند حالات دي.
له بې ځایه غرور او ګناه نه ځان وژغورئ او له الله سبحانه وتعالی نه هره شیبه د صبر، اصلاح او ثبات دعأ وغواړئ، ځکه عقیده مو په خطر کې ده.
داسي فکر ونکړئ چې عقیده مو څنګه په خطر کې کیدی شي موږ خو ډیر کلک عقیدوي مؤمنان یو.
داسي مه انګیرئ، د شیطان د یو مکر او وسواس سره مو هر څه بربادیږي، له همدې ویرې زموږ خوږ پیغمبر حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم)عمل موږ ته تر قیامته د درس او خلاصون غوره دلیل دی.
عن أَنَسٍ رضى الله عنه قَالَ: كَانَ رَسُولُ اللَّهِ (صلى الله عليه وسلم) يُكْثِرُ أَنْ يَقُولَ: يَا مُقَلِّبَ الْقُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ، فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، آمَنَّا بِكَ، وَبِمَا جِئْتَ بِهِ، فَهَلْ تَخَافُ عَلَيْنَا؟، قَالَ: نَعَمْ، إِنَّ الْقُلُوبَ بَيْنَ أُصْبُعَيْنِ مِنْ أَصَابِعِ اللَّهِ، يُقَلِّبُهَا كَيْفَ يَشَاءُ.( رواه: ترمذي، احمد، بیهقي، مصنف ابن ابي شیبه،مسند آبي یعلی او …)
وفي حديث عائشة رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا أنها قالت: يا رسول اللَّه، إنك تُكثر أن تدعو بهذا الدعاء؟ ، فقال صلى الله عليه وسلم : إِنَّ قَلْبَ الْآدَمِيِّ بَيْنَ أُصْبُعَيْنِ مِنْ أَصَابِعِ اللَّهِ (عز وجل) فَإِذَا شَاءَ أَزَاغَهُ، وَإِذَا شَاءَ أَقَامَهُ.( رواه:احمد، سنن نسايي، سنن ابن ماجه،مستد رک الحاکم او…)
ژباړه: د سیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) ځانګړی خادم(حضرت آنس بن مالک،رضی الله عنه) فرمايي: حضرت رسول الله(صلی الله علیه وسلم) به تل زیات ویل:ای د زړونو اړونکي شان والا( د زړونو مالک) زما زړه په خپل دین ثابت ولره.
حضرت آنس بن مالک(رضی الله عنه) فرمايي: ما عرض وکړ: یا رسول الله(صلی الله علیه وسلم)! موږ په تا ایمان راوړی او په هغه څه چې تا راوړی، ايا ته پر موږ ویریږې؟،حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: هو!، یقیناً چې زړه د الله(سبحانه وتعالی) د ګوتو(بلاکیف) ترمنځ دی، څرنګه يې چې خوښه وي، اړوي يې.
همدا سي روایت د سیده عایشه صدیقه (رضی الله عنها) او سیده اُم المؤمنین ام سلمه(رضی الله عنها) نه هم دی.
دا مبارکه دعا رحمة للعالمین سیدناحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) کوله، ایا موږ د دې وړ نه یو چې یوه شیبه هم غفلت ونه کړو، ځکه هره شیبه د شیطان نښې ته برابر یو، په بیلا بیلو لارو او شومو هدفونو مو وسوسه کوي او حتی له ایمانه مو خلاصوي، دیته کله متوجه شوي یاست؟
عن أبي هريرة (رضي الله عنه) عن النبي (صلى الله عليه وسلم): َقالَ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم : بَادِرُوا بِالْأَعْمَالِ فِتَنًا كَقِطَعِ اللَّيْلِ الْمُظْلِمِ يُصْبِحُ الرَّجُلُ مُؤْمِنًا وَيُمْسِي كَافِرًا أَوْ يُمْسِي مُؤْمِنًا وَيُصْبِحُ كَافِرًا يَبِيعُ دِينَهُ بِعَرَضٍ مِنْ الدُّنْيَا . (رواه مسلم)
ژباړه: د نیکو اعمالو په لور هڅه وکړئ!، وړاندې له دې چې فتنې راورسیږي، لکه د شپې ترږمیو په څیر.
انسان په سهار کې مسلمان وي شپه کافر، شپه مسلمان وي ورځ کافر شي، خپل دین په دنیا پلوري.
ورونو او خویندو!
ډیر سخت او ستونزمن حالت دی کوم چې رسول الله(صل الله علیه وسلم) يې سپارښتنه کړې ده.
یو تن په شپه مسلمان وي سهار له کوره وځي مسلمان، داسې عمل به وکړي چې ایمان يې لاړ شي، یا به ورځ مسلمان وي کور ته به راشي مسلمان خو داسې یو عمل به ترېنه صادر شي چې له ایمانه يې خلاص کړي، متوجه به هم نه وي، که په دغه وخت يې نیټه پوره وي او مرګ راشي، د غضب ملایکي د روح اخستو لپاره حاضر شي دی به وايي چې زه مسلمان یم، خو ملائکې به وايي: ته د فلان عمل په تر سره کولو سره کافر شوی يې، د ایمان او کفر تر منځ یواځې څو ساعته بیان شوي.
کوم وخت او فرصت چې الله سبحانه وتعالی درکړی د هغه د رضا تر لاسه کولو هڅه وکړه، د هغه هدایت او لار ښوونې ځان لپاره د لارې مشعل وګرځوه، خپل دین د دنیأ په طمعه او رنګینو مه پلوره، دنیا د څو ورځو ده، موږ ابدي ژوند په لور روان یو، هلته د سختیو توان نه لرو، هلته هر څه په حقیقت ولاړ دي، دوکه، فریب او چل کومه اغیزه نه لري.
مسلمان وروره!
موږ بالاخره قبر ته روان یو، له موږ نه وړاندې څه شول د دنیا ستر ستر قومونه، واکمن چې ځانونه يې د هر څه مالکان ګڼل په ظلم او بر بریت کې مثالونه لري، د دوی پر خلاف څه شول ښه او نیک خلک، اولیأ او پیغمبران؟، د ټولو منزل یو دی.
ورونو او خویندو!
فتنې پیژنو خو بیا هم د شیطان منو، له شر او اخروي زیان يې ځانونه نه شو ژغورلی، د دنیا مینه د منصب خواهش د کفارو خوشحالي او نفاق لپاره د قرانکریم هدایاتو په خلاف عمل دا هغه څه دي چې ژوند مو له خوشحالیو لرې کوي، قبر ته مو تروږمۍ راوړي او د اخرت تل پاتې عذابو سره مو مخ کوي.
ورونو او خویندو!
اوس هم فرصت لرو، خپل رب ته په سجده شو، توبه وکړو او لوړه وکړو چې هیڅکله د الهي او نبوي ارشاداتو خلاف نه کوو، (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ ) ان شأالله دنیوي ژوند مو له ډاډ او اخروي نعمتونه د الله سبحانه وتعالی د رضأ سره زموږ په برخه وي.
اللهم إنا نسألك الثبات على الدِّين، ونسألك حُسْنَ الخاتمة، وأن تُوفِّقَنا لمتابعة نبينا محمد عليه الصلاة والسلام في جميع أعمالنا القولية والفعلية. اللهم آمین