مفتي حماس انقيادي
تر امریکايې یرغل وړاندي افغانستان یو آزاد مستقل اسلامي هیواد و، دلته واحده اداره، واحد نظام او یو داسي واحد امیر وجود درلود، چې د هیواد په طول و عرض کې یې حکم نافذ و، له ادنا شخصه نیولې تر والي او وزیر پوري، ټول ورته معتقد او امر يې پر ځان واجب ګاڼه، د ملک پر %95 سلنه خاوره يې حاکمیت او سلطه درلوده، د هر ټبر افغانان ورباندي راټول ول، په ملک کې شرعي حدود او شرعي احکام نافذ ول، د کابل په شمول د هیواد په ډیرو ولایاتو کې د قصاص او نور ورته حدود، آن پر حکومتي چارواکو هم عملي کیدل، په هیواد کې مو یو مثالي امن درلود، په ليري پرتو سمو کې د هر قوم وګړو د آرام او سکون احساس کاوه، هغه ملکوک الطوائفي چې له امله یې په ټوله خاوره کې أنارشیزم، ګډوډي، غلاوي شوکي، قتل وغارت او داسي نور… مفاسد رامنځ ته شوي وو؛ هغه ټول له منځه ولاړل، د هیواد په هر ګوټ کې د هر چا سر او مال محفوظ شو، لنډه دا چې له ډېر یو بدمرغه حالت څخه وروسته په افغانستان کې داسي یو نظام رامنځ ته شو چې له ځینو فني نیمګړتیاوو سره سره یې د ځمکي پر کُره بل داسي مثالي نظام وجود نه درلود.
له یرغل نه وروسته افغانستان:
لکه مخکي چې ذکر شوه، افغانستان یو خپلواک اسلامي نظام درلود، سلطه او غلبه د مسلمانانو وه، هر مسلمان اسلامي شعائر او عبادات په آزاده فضا کې تر سره کول، د دې ټولو با وجود د نړۍ مستبد مستکبر د خپل غرور له امله پرې داسي یرغل او هجوم را ووړ، چې په سلهاو نه، بلکي په زرهاو جنګي وسایل، ټانګونه، طیاري، او په لکونو پوځ يې بدرګه کوله، د امریکا د هغه وخت واکمن جورج بوش په خپله خوله، دا صلیبي جګړه ونوموله، وحشت او بربریت يې دې اندازې ته ورسېد، چې آن ماشومان او ښځي هم د هغوی د ظلم او دهشت نه په امن کې نه وې، د هیواد په متدینو مسلمانانو يې بنديخانې ډکي کړې، د هغوی نه يې د انسانیت هر رنګه آزادي سلب کړه، تعذیب يې کړل، له کور، کلي او وطنه يې وشړل.
د هیواد زمکه، فضاء، فوځي بارکونه، نظامي مراکز، هوایي میدانونه او عمومي لارې د اشغالګرو په واک کې شوې، او همدارنګه د لوړپوړو چارواکو عزل و نصب، د کليدي پوسټونو لپاره ګمارنې، داخلي او خارجي پالیسي، د معدنیاتو او زیربناوو اخراج او قراردادونه د اشغالګرو لخوا اداره کیدلي خو بالاخره د دې ټولو ناخوالو کمبله د حوت په لسمه له ګران هیواد افغانستان څخه ټوله او اشغالګر اړ شول چې خپله تاريخي ماتي ومني او له افغانستان نه پښې سپکې کړي.
د امريکا او ناټو ځواکونو لپاره همدا ډيره له شرمه ډکه او حاجله ماتي وه چې هيڅکله به يې جبران ادا نکړي.
دا وياړمنه او تاريخي ورځ د مسلمانانو په تاريخ کې قيد شوه.
#DohaAgreement