ترکیې خپله خاوره کې د داعشیانو پر ضد عملیات چټک کړي

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر نن پنجشنبه ویلي چې د GURZ-1 په نوم عملیاتو کې یې ۷۲ کسان له داعشیانو سره د تړاو په شک نیولي دي.

علي یرلیکایا دا څرګندونې پر خپل ایکس اکاونټ کړې دي او وايي دا کسان په ۱۳ ولایتونو کې نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده، د روان کال له پیل راهیسې، په ترکیه کې، چې د داعشيانو لپاره د افرادو او پیسو د انتقال د مهم مرکز حیثیت لري، د خوارجو پر ضد عملیات پراخ شوي او لسګونه کسان له دې ډلې سره د تړاو درلودو په جرم نیول شوي دي.

 

ابو جلال
Exit mobile version