تخار کې د داعشيانو او مقاومت جبهې په يو ګډو ګروپ تازه عمليات

#image_title

تخار کې د داعشيانو او مقاومت جبهې په يو ګډ ګروپ تازه عمليات

المرصاد له خپلې سرچينې څخه تازه معلومات ترلاسه کړي چې د تيرې سه شنبې په ورځ چې د ۲۰۲۴ کال د جولای میاشتې له نهمې نيټې سره سمون خوري؛ د استخباراتو لوی رياست ځانګړو ځواکونو په تخار ولايت کې يو لړ عمليات سر ته رسولي، په دې عملياتو کې درې کسان له لاسي بمونو، چاوديدونکو موادو او خفيفه وسلو سره نيول شوي دي.

سرچينه زياتوي دې ګروپ غوښتل د تخار جامع جومات مخکينی خطيب مولوي عبدالقدير حامي ترور کړي او کور ته يې لاسي بمونه ور وغورځوي.

د سرچينې له قوله دا ګروپ د شر او فساد او داعشيانو ګډ ګروپ و چې دوه کسه يې د مقاومت د جبهې اړوند او يو کس د قاري عبداللطيف په نوم داعشي فتنه ګر و.

مولوي عبدالقدير حامي په اسلامي امارت هم تير کال يو څه نيوکې کړې وې خو څه موده مخکې يې د تاجکستان په حکومت سختې نيوکې کړې وې، امنيتي سرچينې المرصاد ته ويلي چې له دې نيوکو وروسته د مولوي عبدالقدير د ترور پلان نيول شوی و.

نيول شویو کسانو هم منلې چې دوی د شر او فساد او داعش لپاره په مشترک ډول کار کاوه، تر منځ يې هماهنګي له تاجکستان هيواد څخه رامنځ ته شوې وه او پلان هم له تاجکستان هيواد څخه ورکړل شوی و.

عاصم جلال
Exit mobile version