حسان مجاهد
رسولﷺ چې له مشرکینو سره د سولې تړون لاسليك کاوه، حضرت علي (کرم الله وجهه) ته یې وویل: وليکه” دا تړون د محمد رسولﷺ لخوا….”.
کفارو وویل: له خپل نوم سره به (رسول الله) نه ليکې؛ ځکه که موږ چيرې ستا رسالت مانه، بيا دې جګړې ته څه اړتيا وه. رسولﷺ حضرت علي کرم الله وجهه ته وویل: (رسول الله) لفظ ترې لرې کړه.
د اسلام دغه ستر مبارز وویل: والله که يې لرې کړم، بيا رسولﷺ په خپل مُبارک لاس قلم واخیست او د (رسول الله) لفظ يې ترې لرې کړ.
يهودو رسولﷺ ته د (السلام عليکم) پرځای (السام عليکم) وویل، چې معنا یې “پر تاسو دې مرګ وي”. حضرت عائشې (رضي الله عنها) سمدستي ور غبرګه کړه(وعليکم السام ولعنة الله) پر تاسو دې مرګ او لعنت دواړه وي.
عقبه بن ابي معیط چې کله د رسولﷺ په مبارک جسد د اوښې پریوان هغه مهال وغورځاوه، چې دې مبارک الله تعالی ته په سجده پروت و، د جنتي ښځو سرداره فاطمه رضي الله عنها په منډه راغله هغه پریوان يې ترې لرې کړ او کفارو ته يې سختې خبرې وکړې.
حسان بن ثابت رضی الله عنه وویل: زه به د شعر په ژبه قريش وغندم، رسولﷺ وویل: خو زه هم قريشي یم؟ حسان وویل: ستا خاندان(کورنۍ) به له شعر څخه په داسې مهارت را جلا کړم لکه ويښته چې له اوړو څخه را ويستل شي.
د احد په غزا کې چې شيطان غږ کړ: “محمد ﷺ ووژل شو” ابوسفیان غږ کړ: محمد شته؟ أبوبکر شته؟
رسول اللهﷺ وویل: ځواب مه ورکوئ، بيا يې غږ کړ: عمر شته؟ رسول الله ﷺ وویل: ځواب مه ورکوئ، خو عمر رضی الله عنه بې تابه شو او ویې ویل: اې د خدای دُښمنه! موږ ټول ژوندي یو.
د حدیبې په صلح کې د کفارو لخوا یو استازی راغی او د خبرو کولو پر مهال يې د رسولﷺ ږيرې ته لاس کړ(لکه دا چې د هغه وخت يو دود و)، یو صحابي چې د رسولﷺ سر ته مجهز ولاړ دی، د جنګ خولۍ يې په سر ده او څوک يې نه پيژني؛ دغه کافر ته يې وويل: دا نجس لاس دي د رسولﷺ له مبارکې ږيرې څخه لرې کړه. کافر وپوښتل دا څوک دی؟ خلګو وویل: دا ستا وراره مغيره بن شعبه رضی الله عنه دی. دا د تبليغاتي مبارزې یو څو مثالونه وو.
د حق او باطل تر منځ مبارزه بېلابېل اړخونه او ډګرونه لري، چې یو له مهمو ډګرونو څخه تبليغاتي ډګر دی، په دې ډګر کې یو لوری کولای شي د مخالف لوري په عقيده او فکر کار وکړي او ورو-ورو يې خپل فکر او منهج ته را واړوي، له دې امله باطل پرستان له هغه حق پرسته فرهنګي کسانو ډېره وېره احساسوي، چې په تبليغاتي ډګر کې د اسلامي اُمت رهبري کوي او د باطل پر وړاندې مبارزه کوي، دوی یې د له منځه وړلو هڅه کوي، د رسنيز فعالیت مخه يې نيسي، د هرې خبرې په بدل کې یې برخورد ښيي او ژوند يې له محدویت سره مخ کوي.
د ټولنیزو رسنیو فعالانو ته ښه معلومه ده؛ چې په نن عصر کې رسنۍ د فکري جګړې یوه اهمه وسیله ګرځيدلې ده، د کفارو او ملحدينو لخوا د اسلامي اُمت په ځانګړې توګه د ښځو او ځوان نسل بې لاريتوب ته پوره کوښښ روان دی، په اسلام، قرآنکریم، رسولﷺ او اسلامي ارزښتونو ردونه کېږي، مسلمانانو ته په دین کې شکوک پيدا کېږي، اسلام د سخت دریځۍ دین معرفي کېږي، په اسلامي نظام د خلګو د بې باورۍ هڅه کېږي، دا کار د پراخو مالي لګښتونو پر مټ روان دی، هر یو کس یې په مختلفو ادرسونو فعالیت کوي او هر ادرس يې په میلیونونو کسانو اتباع او څارونکي لري، چې دا نو د اسلامي اُمت د فکري بې لاريتوب ته خورا لوی کار کوي.
دا يو څرګند حقیقت دی؛ چې د مؤمن غفلت او د کافر ويښتيا او فعاليت اسلام ته ډېر زیان اړوي، موږ ته لازمه ده چې د صحابه کرامو په څېر تبليغاتي مبارزه وکړو، په اسلام، پيغمبر صلی الله علیه وسلم او قرآنکریم باندې چې هر نقد(نیوکه)کېږي، موږ باید ونه وايو چې په دې سره خو نقد کونکی کافر شو او له کافرانو څه ګیله ده؟ د نقد کونکي کفر ته بايد ونه ګورو، دې ته باید وګورو چې نقد يې په ساده ذهنه مسلمانانو څومره لوی اغېز وکړ او شاید د کافر دغه نقد سبا د مسلمان د کُفر سبب شي.
رسنيز وسایل موږ هم لرو، باطل پلويان يې هم لري، خو دوی یو ډول فعالیت کوي او موږ بل ډول، دا رسنيز وسایل دي چې نن يې عام ځوانان څه، چې اکثره دیني عالمان او زدکونکي له هدفه را وګرځول او په ځای د دې چې له حق دفاع وکړي، په حق کې د شک پیداکونکو ښکار شو.
نن له يو داسې حال سره مخ شوي یو، چې ماښام يو څوک کور ته په داسې حال کې دننه شي چې له اسلامي نظامه پوره خوښ وي، خو سبا په داسې حال کې له کوره را وزي چې په نظام پوره بې باوره او په خلاف يې ښه چارج شوی وي، همداشان يو څوک ماښام کور ته مسلمان ننوزي، خو سبا ته د الحاد او معاصر جاهليت ښکار شوی وي او له کوره کافر را وزي؛ آيا په نظام کې لوړ رتبه او واکمن کسان خبر دي، چې زما ملت په کورنو کې څه ګوري او د غربي رسنیو په نتیجه کې ورځ په ورځ د ګمراهۍ په لور روان دي، که د حق په لور؟
نن که کفارو له اسلامي خاورې خپلې پښې سپکې کړي دي، په فکري لحاظ اوس هم زموږ په مسلمان ملت باندې پوره تسلط لري او تر څار لاندې يې ساتي.
اسلامي حکومت مسؤل دى، چې د تبليغاتي مبارزې وسایل عام کړي، په هېواد کې د نورو پروژو تر څنګ په تبليغاتي ډګر هم پراخ لګښتونه وکړي، تبليغاتي مبارزې ته ځوانان وروزي او فعالو مبارزینو ته د ژوند ضروریات برابر کړي، رسول اللهﷺ د خپل عصر هر شاعر او مبارز هڅولی ده او حضرت حسان رضی الله عنه ته يې د کفارو پر ضد د شعر ويلو پر مهال منبر برابر کړی دی.