که موږ د پاکستان امنیتي او سیاسي وضعیت ته په دقت سره وګورو، په روښانه ډول وینو چې د دغه هېواد ډېری کورني کړکېچونه له بهر څخه نه راپورته کېږي، بلکې د خپلو واکمنانو د ناسمو، تبعیضي پالیسیو او کمزورې ادارې مستقیمه پایله ده. د بلوچستان مسئله د دې واقعیت له روښانه بېلګو څخه ده؛ هغه کړکېچ چې له کلونو راهیسې روان دی او ورځ تر بلې لا پېچلی کېږي.
په حقیقت کې د بلوچستان د کړکېچ اساسي لامل د پاکستان د حکومت له لوري د دې سیمې له خلکو سره ناعادلانه او تبعیضي چلند دی. بلوڅان له کلونو راهیسې له خپلو سیاسي، اقتصادي او کلتوري حقونو بېبرخې ساتل شوي دي. جبري نادرکه کول، د ملکي وګړو پر وړاندې پوځي عملیات، د طبیعي سرچینو غصب او د بلوڅ ژبې او کلتوري هویت ځپل د بلوچ ټولنې پر وجود ژور ټپونه اړولي پرېيښي دي.
طبیعي ده چې دا ډول پالیسۍ قهر او پراخه نارضایتي راولاړوي او د تندو، آن وسلوالو غبرګونونو زمینه برابروي.
ځکه هېڅ اعتراضي خوځښت او یا وسلواله نښته بېدلیله نه رامنځته کېږي. کله چې یو حکومت د خبرو اترو او عدالت پر ځای د زور، محرومیت او سپکاوي ژبه خپله کړي، خلک اړ کېږي چې غبرګون وښيي. په داسې وضعیت کې د کړکېچ اصلي لامل هماغه نظام وي چې سولهییزې لارې یې تړلې وي. خو د دې روښانه حقیقت د منلو پر ځای، د پاکستان واکمنانو او د هغوی وحشي رژیم اسانه لاره غوره کړې او هغه دا چې پړه یې پر نورو اچوي.
د بلوچستان په کړکېچ کې د رول لرلو په اړه د پاکستان د واکمنانو له خوا پر افغانستان او ګاونډیو هېوادونو تور لګول تر ریښتیني امنیتي ارزښت ډېر تبلیغاتي اړخ لري. د سیاسي فریب د اصولو له مخې، دا یوه پېژندل شوې طریقه ده چې کله دولت ونه شي کولای خپله کورنۍ ستونزه حل کړي، نو ځان ته خیالي دښمن جوړوي. د دوکې دا طریقه چې د پاکستان د واکمنانو لخوا غوره شوې، چې ملامتي یې نورو هېوادونو ته منسوبوي، نه کړکېچ حل کوي او نه هم د خلکو باور بېرته راګرځوي. برعکس، دا ښیي چې حکومت د مدیریت توان نلري او د خپلې متنوع ټولنې سمه پوهه نه لري. هغه حکومت چې د خپلو وګړو غږ وانه وري، اړ کېږي هر څه امنیتي کړي او همدا کار یې لا ډېر بندښت ته ټېل وهي.
د بلوڅستان د کړکېچ د سم درک لپاره باید نظر له بهر څخه واړول شي او د پاکستان دننه واقعیتونو ته وکتل شي؛ د تبعیض، نابرابرۍ او ځپنې اوږده تاریخ ته دې پام وشي. تر هغه چې بلوچ خلک له سیاسي مشارکت، اقتصادي عدالت او د خپل کلتوري هویت د ساتنې له حقه بېبرخې وي، څرګنده ده چې د پاکستان کورني کړکېچونه به دوام ولري.
په دې لړ کې د عامه پوهاوي او فکري پوهانو رول ډېر مهم دی. ټولنه باید پوه شي چې د دې کړکېچ پای یوازې د رښتینو کورنیو اصلاحاتو له لارې ممکن دي، نه د ګاونډیانو پر ملامتولو. دا چلند د واکمنانو له لوري له موجود واقعیت څخه تېښته ده، نه حللاره. په پای کې تاریخي تجربې دا ښودلې چې هېڅ حکومت د جبر په وسیله اوږدمهاله بقا نه شي موندلای. که د پاکستان رژیم د ثبات، امنیت او ملي یووالي غوښتونکی وي، باید تر هر څه وړاندې ځان ته هنداره ونیسي او خپلې تبعیضي او ناکامې پالیسۍ په جدي ډول له سره و ارزوي. د پاکستان اوسني کړکېچونه تر هر څه زیات د پرونیو واکمنانو ناسمو پرېکړو پایله ده؛ هغه حقیقت چې په تبلیغاتو او پړه اچونه نه شي پټېدای.










































