تاجکستان یو ځل بیا د بدنامه خوارجو د سرتېرو جذب ته مخه کړې!

اشرف حق‌ دوست

بې‌له شکه، د تاجکستان اوسنی حکومت د داعشي خوارجو اصلي پناه‌ځای بلل کېدای شي؛ یو داسې هېواد چې د دې منفورې ډلې په ملاتړ سره یې د لویدیځو هېوادونو په څېر، هڅه کړې چې داعش د یوې وسیلې په توګه وکاروي، څو خپلې ناروا ګټې خوندي کړي.

د هغو خوارجو تابعیتونه چې په افغانستان کې وژل شوي او همداراز د هغو کسانو اعترافات چې ژوندي نیول شوي، په ښکاره توګه د تاجکستان د ژورو او پراخو همکاریو ښکارندویي کوي، هغه همکارۍ چې موخه‌ یې د داعش هر اړخیز ملاتړ دی.

تاجکستان له هغو ظاهراً اسلامي هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې د اسلام او مقدساتو پر ضد‌ تر ټولو سخت دریځ لري؛ داسې هېواد چې چارواکي‌یې ټول تمرکز د اسلامي شعائرو پر ضد مبارزې ته ځانګړی کړی دی.

په مقابل کې، هغه خوارج چې له همدې هېواد څخه راپورته شوي، د تاجکستان دننه د فعالیت اجازه نه لري؛ له همدې امله ګاونډیو هېوادونو ته، په ځانګړي ډول افغانستان ته مخه کوي، څو د اسلام د دښمنانو په چوپړ کې ورانۍ، فتنه‌خورۍ او ناامنۍ ته لمن ووهي.

له هغې وروسته چې اسلامي امارت په افغانستان کې حاکم شو، ټولو ته څرګنده شوه چې د داعش تخریبي فعالیتونه تر لوړې کچې ځپل شوي او ډېری کلیدي کسان‌ یې، یا وژل شوي او یا هم ژوندي نیول شوي دي.

اوس چې د داعش نفوذ کم شوی، داسې ښکاري چې د تاجکستان حکومت یوه نوې زهري نقشه په لاس کې اخیستې؛ داسې نقشه چې بې‌خبره تاجک ځوانان د داعش لیکو ته د ورننوتو لپاره وهڅوي او لاره ورته هواره کړي.

په تازه اقدام کې، د تاجکستان ولسمشر امام‌ علي رحمان داسې قانون لاسلیک کړی، چې له مخې‌ یې که یو څوک د ټولنیزو رسنیو پر هغو پوسټونو لایک یا تبصره وکړي چې حکومت‌ یې «افراطي» یا «ترهګریز» ګڼي، دا نور جرم نه شمېرل کېږي.

دا پداسې حال کې ده چې د رسمي شمېرو له مخې، تر دې دمه له ۱۵۰۰ زیات کسان د همدې ډول تعاملاتو له امله زنداني شوي دي او ځینو ته‌یې یوازې د منتقدو لیکنو یا ویډیوګانو د لایک یا تبصرې په خاطر سختې سزاوې ورکړل شوې دي.

د یوه داسې هېواد له‌ خوا، چې تر ټولو شدید چلند یې له اسلامي مظاهرو سره کړی، د دغه قانون ناڅاپي لغوه کول، د هر هوښیار کس ذهن ته دا پوښتنه را ولاړوي: آیا دا اقدام ریښتینی شاتګ دی او که یو حساب‌ شوی حرکت دی، څو د داعش لپاره د مجازي تبلیغ فضا پرانیزي؟

حقیقت دا دی چې دا پرېکړه د خلکو د حقونو د خوندیتوب لپاره نه؛ بلکې د هغه خطرناک پلان برخه ده چې د تاجکستان حکومت‌ یې د داعش د نرم ملاتړ لپاره په سیمه کې طرحه کړی.

اوس چې اسلامي امارت په افغانستان کې د داعش ریښې له منځه وي او امنیت‌ یې ټینګ کړی، نو خوارج هڅه کوي چې دا ځل د تاجکستان د حکومت له غیرمستقیم ملاتړ او د مجازي فضا له لارې، د بې‌خبره تاجک ځوانانو ذهنونه تسخیر کړي او هغوی د خپلو لیکو برخه وکرځوي.

Exit mobile version