انجینر عمیر
د نړۍ په ځانګړي ډول زبرځواکه هېوادونه یو بل سره د سیالۍ او رقابت په حال کې دي، خو متاسفانه اکثریت هېوادونه غېر سالم رقابتونه کوي، هر یو د خپل سیاسي او اقتصادي بازارونو په لټه کې دي. مخلتف هېوادونه یو له بل سره د سیاسي او استخباراتي ګټو په موخه جنګوي، او د خپلو وسلو د پلورلو لپاره مناسب بازار برابروي.
افغانستان هم یو له داسې هېوادونو څخه دی چې د دا ډول توطیو ښکار شوی او سخت ځاني او مالي زیان یې لیدلی دی.
د طالبانو د بیا واکمنېدو سره سم نړېوالو استخباراتي کړیو لپاره دا ستر بازار په سړېدو ښکاري، مګر د سیمې او نړۍ هېوادونه په ځانګړي توګه استخباراتي کړۍ په دې هڅه کې دي ترڅو دا هېواد له دې وضیعت څخه نجات ونه مومي، مختلفې توطیې ورته جوړوي، کله د بشري حقوقو، نشه يي توکو د قاچاق او په ځانګړي ډول د تروریستي ډلو ټپلو د مرکز په نامه یې یادوي.
د همدې دعوې د اثبات لپاره له داعشي ملیشو څخه استفاده کوي، پراخ تبلیغات ورته کوي او د سیمې او نړۍ لپاره یې ستر ګواښ معرفي کوي، پداسې حال کې چې افغانستان کې د داعش د فعالیت ګراف صفر ته راښکته شوی دی.
د داعشي ملېشو فعالیت چې افغانستان کې صفر ته ښکته شو، د تاجکي اتباعو په مرسته یې د سیمې په هېوادونو بریدونه پیل کړل، تر څو نړیوالو ته وښايي چې ګوکې دا بریدونه د افغانستان له خاورې طرحه او ترسره کېږي چې د ایران او پاکستان ورستي بريدونه يې د یادونې وړ دي.
د یادونې وړ ده، چې په وروستیو کې استخباراتي معلومات په ډاګه کوي، چې تاجکستان د داعشي ملېشو لپاره په محفوظ او خوندي پټنځای بدل شوی، هلته تربیه او مسلح کېږي او په قاچاقي لارو د سیمې د امنیت د خرابولو لپاره استول کیږي.
بلخوا کوم داعشیان چې د طالبانو له لوري په تېرو دوو کلونه کې نیول شوي، اکثره وګړي یي د تاجکستان اتباع دي.
د طالبانو د واکمنېدو په لومړیو میاشتو کې د ننګرهار د اسخباراتو له ریاست سره اکثره داعشیان چې نیول شوي وو، د تاجکستان هیواد وګړي وو، تر ټولو جالبه یې دا وه چې اکثرو سره د شمالي ولایاتو هویت پاڼې هم نیول شوې وې.
امریکا په خپل تاریخ کې دا ثابته کړې ده چې دوی هیڅ هېواد سره په دوستي کې ژمن نه دي پاتې شوي، له هېوادونو یې د خپلو سیاسي موخو په ترلاسه کولو کې استفاده کړې او بیا یې په سپین میدان پرې ايښي، افغانستان او عراق یې ښه مثالونه دي.
داسې بریښي چې دا ځل تاجکستان د امریکايي استخباراتو په لومه کې لوېدلی او د داعش ناکامه پروژه یې ور ترغاړې کړې ده.
یاده دې وي، دغه اور چې دوی یې د سیمې هېوادونو لپاره تازه کوي، لرې نه ده چې د همدې اور بڅرکي د دوی په لمنو کې ور توی شي.