په غربي افریقا او ساحل کې د القاعده ځايي څانګې ویلي چې په یو لړ عملیاتو کې یې دوه داعشي خوارج وژلي دي.
د جماعة نصرة الاسلام والمسلمین نشراتي ادرس، الزلاقه، پرون دوشنبه (د دسمبر په نهمه) خبر ورکړی چې په بورکینافاسو هیواد کې یې دوه داعشیان په نښته کې وژلي دي.
په خبر کې ویل شوي چې دا نښته د دوري ښار په دادیل سیمه کې رامنځته شوې، چې په نتیجه کې یې دوه داعشیان قتل او وسلې او څلور عرادې موټرسایکلونه یې غنیمت شول.
د یادونې وړ ده، جماعة نصرة الاسلام والمسلمین د افریقا په لوېدیځ (مالي، بورکینافاسو او نایجر) او ساحل کې د القاعده فعاله څانګه ده، چې ”په اسلامي مغرب کې د القاعده تنظیم“ تر چتر لاندې فعالیت کوي. خو د افغانستان په څېر، په لوېدیځه افریقا او ساحل کې هم داعشي خوارج د دوی او اصلي دښمن ترمنځ د مقابلې په مخ کې خنډ واقع شوي دي.