په بلوچستان کې د جعفر اکسپرس اورګاډي برید یو ځل بیا نړۍ ته دا وښودله چې دا سیمه د پاکستان د ناسمو پالیسیو قرباني ده. دا برید نه یوازې د پاکستاني امنیتي ادارو د کمزورۍ یو څرګند مثال دی، بلکې دا د بلوڅ مقاومت یو داسې پیغام دی چې هېڅ ډول حکومتي تبلیغات یې نشي پټولی. دا پیښه باید د هغو ټولو لپاره د عبرت درس وي، چې لا هم د بلوچستان د وضعیت په اړه سترګې پټوي.
بلوچستان د اوږدې مودې راهیسې د دولت له لوري له اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو محرومیتونو سره مخ دی. د دې سیمهییزو نارضایتیو څو مهم علتونه دي
١. اقتصادي استحصال: بلوچستان د پاکستان تر ټولو بډایه سیمه ده، خو د دې سیمي طبیعي زېرمې یوازې د مرکزي حکومت او نورو ولایتونو په ګټه کارول کېږي، پداسې حال کې چې د سیمې اصلي اوسېدونکي له اساسي خدمتونو محروم دي.
٢. د جبري ورکونو لړۍ: د بلوڅ فعالانو، محصلینو او عامو وګړو جبري ورکونه دوام لري، چې په نړیوالو سازمانونو کې یې هم په اړوند اندېښنې راپورته کړي دي.
٣. پوځي عملیات: د بلوڅانو پر وړاندې د پاکستاني پوځ مسلسل عملیات، د عامو خلکو وژنه، او بېرحمانه بمبارۍ د دې سبب دي، چې د سیمې خلک وسلو ته لاس کړي.
٣. د سیاسي حللارې نشتون: پر ځای د دې چې حکومت له بلوڅ مشرانو سره مذاکرات وکړي، تل یې پوځي لاره غوره کړې، چې دې جبر دا ستونزه لا پسې ژوره کړې ده.
د پاکستان د امنیتي ادارو ناکامي!
په پاکستان کې امنیتي ادارې ادعا کوي چې دوی د نړۍ تر ټولو پیاوړې استخباراتي شبکې لري، خو ولې بیا هم دا ډول بریدونه په مکرر ډول ترسره کېږي؟ حقیقت دادی چې د دې ادارو تمرکز د رښتینې امنیت پر ځای، پر داخلي سیاست، واک ته د ځان رسولو، او د مخالفینو پر ځپلو دی. د پاکستان په تاریخ کې دا ډول بریدونه او پیښې زیاتي دي:
• په ۱۹۷۱ کال د دوی په شتون کې بنګلهدېش جلا شو.
• په کارګل جګړه کې د ناکامې ستراتیژۍ له امله پاکستان ستراتيژیکه ماته وخوړه.
• د جي ایچ کیو (GHQ) برید، د جناح هوايي ډګر برید، او د مهران پوځي اډې برید، دا او دې ته ورته ټول بریدونه د استخباراتي ناکامۍ ښکاره بېلګې دي.
خو هر ځل چې دا ډول بریدونه ترسره کېږي، پاکستاني ادارې د “بهرني لاس” خبره راپورته کوي، وس پوښتنه داده که بهرنی لاس دومره فعال وي، نو د دې بهرني لاس د مخنیوي مسؤلیت د چا پر غاړه دی؟
دا ځل هم د پاکستان تبلیغاتي رسنۍ هڅه کوي، چې برید له ګاونډیو هېوادونو سره وتړي، خو حقیقت دا دی چې دا یو داخلي مقاومت دی، او د دولت د ناسمو پالیسیو پایله ده. پر ځای د تورونو، باید حکومت د دې بحران د حل لپاره لارې ولټوي.
که پاکستان بدلون نه راولي، ستونزې به زیاتې شي. پر جعفر اکسپرس برید یو روښانه پیغام لري، که چېرې پاکستان د بلوچستان د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه کړي، نو وضعیت به نور هم خراب شي. دوی باید خپلې پالیسۍ بدلې کړي.
١. په بلوچستان کې د پوځي عملیاتو درېدل.
٢. د جبري ورکونو او غیرقانوني وژنو مخه نیول.
٣. بلوڅ مشرانو سره د سولې خبرې پیلول.
٤. بلوچستان ته مساوي اقتصادي، سیاسي، او ټولنیز حقوق ورکول.
٥. د نړیوالو قوانینو مطابق د بشري حقونو احترام کول.
د جعفر اکسپرس برید شاید یواځي پیل وي، که حکومت لا هم حقیقتونه درک نه کړي، نو دا ډول بریدونه به نور هم زیات شي. اوس وخت د تورونو نه، بلکې د اصلاحاتو دی. که پاکستان د تاریخ نه درس وانه خلي، نو دا ناکامي به د دوی د راتلونکي لپاره د لویو خطرونو پیلامه وي.
که څه هم د پاکستان حکومت تل هڅه کوي چې خپله ناکامي پر نورو واچوي، خو حقیقت دا دی چې د بلوچستان بحران د دوی د ناسمو پالیسیو نتیجه ده. که دولت غواړي چې ثبات راولي، نو د عسکري حل پر ځای باید سیاسي، اقتصادي، او ټولنیز عدالت ته لومړیتوب ورکړي. که نه، نو تاریخ به د دې پوښتنې ځواب ته سترګې په لار وي چې “دا ناکامي د چا ده؟”