بلوچستان کې د داعشیانو مرکزونه لا هم فعال دي

په بلوچستان کې له موجودو مرکزونو په استفادې داعشیانو په خپل وروستي برید کې، چې په نوشکي سیمه کې یې ترسره کړی، دوه لېویز پولیس وژلي دي.

د راپورونو له مخې، دا پولیس تېره چهارشنبه د نوشکي په غریب آباد سیمه کې وسله والو ترور کړل او وروسته یې د وژلو مسؤلیت داعشیانو پر غاړه واخیست. ويل کيږي دغه دوه پولیس د هغې حوزې مربوط وو چې له استخباراتي ادارو سره د نه هماهنګۍ له امله یې د داعشيانو د یوې لوژستیکي محمولې د انتقال مخه نيولې وه.

دا پولیس داسې مهال وژل کیږي چې، د سرچینو له قوله، د بلوچستان په مستونګ او نورو سیمو کې اوس هم د داعشیانو ځینې مرکزونه فعال دي او سره له دې چې داعشي خوارج په خپلو دې مرکزونو کې بریدګر روزي او پکې بریدونه پلانوي، بیا هم د پاکستان پوځي رژیم له دې امله سترګې پرې پټوي چې د خپلو مخالفینو پر وړاندې ابزاري استفاده ترې کوي او د غرب د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره پروژه‌يي کار ترې اخلي.

د یادونې وړ ده، څو میاشتې وړاندې د مستونګ پر مرکزونو پراخ عملیات ترسره شول، چې په نتیجه کې یې د یو شمېر بهرنیو اتباعو ترڅنګ لسګونه هغه داعشیان ووژل شول چې مستونګ ته د روزنې لیدلو لپاره راغوښتل شوي وو او پلان دا و چې وروسته له همدې ځایه د سیمې او نړۍ هیوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان او غربي هیوادونو ته، د بریدونو ترسره کولو په موخه ولېږل شي. هېره دې نه وي چې په بلوچستان کې د داعشیانو د بریدونو هدف تر ډېره حده هغه کسان پاتې شوي چې عملآ د پاکستاني پوځي رژیم پر ضد په سیاسي او نظامي مبارزه اخته دي.

تېره اوونۍ د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبري کنفرانس کې ویلي و چې د داعش د خراسان څانګې مشر شهاب المهاجر او د ده نږدې همکاران (عبدالحکیم توحیدي، سلطان عزیز عزام او د داعش له مرکزي څانګې سره د اړیکو تنظیموونکی او په اصطلاح د مکتب صدیق مسؤل صلاح الدین رجب) د پاکستان په خاوره کې موجود او پټ دي او له هماغه ځایه په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د بریدونو ترسره کولو لپاره پلانونه جوړوي او ترسره کوونکو ته یې روزنه ورکوي.

Exit mobile version