نن جمعه سهار وختي د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې د باغیانو دوه مهم قومندانان چې له داعشي خوارجو سره یې هم اړیکې درلودې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.
المرصاد ته سرچینو ویلي چې دا کسان (عبدالصمد ګهګدای او قومندان خیرو) نن سهار د نهرین ولسوالۍ د ګهګدای د دره کارېز په کجیرخانه سیمه کې د استخباراتو د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي. دې کسانو په نهرین ولسوالۍ کې د نظام پر ضد تحرکات پیل کړي وو او یوه اوونۍ وړاندې په یوه ویډیو کې هم راښکاره شوي وو.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، دا دوه قومندانان د مقاومت جبهې په نوم له بهرمېشتو باغیانو سره ولاړ وو او له داعشیانو سره یې هم نږدې اړیکې درلودې.
د سرچینو په خبره، د دې دوو کسانو تر قوماندې لاندې ډلګۍ له داعشي خواجو سره د مشترک هدف درلودو له امله توافق ته رسېدلې وه او د هیواد په شمال کې به یې داعشیانو ته پر ملکي او نظامي اهدافو د بریدونو لپاره وسلې، مهمات او افراد چمتو کول.
دې دوو کسانو د ۲۰۲۳ز د اکتوبر میاشت په هغه ځانمرګي برید کې له داعشیانو سره همکارې کړې وه چې په پلخمري سیمه کې د اهل تشیع هیوادوالو پر یوه جومات وشو، همداراز یې د افغانستان له خاورې پر تاجکستان او ازبکستان د برید لپاره داعشیانو ته د توغندیو په چمتو کولو او رسولو کې هم کومک کړی و.
د قومندان عبدالصمد او خیرو په وژل کېدو سره، د هیواد په شمال کې هممهاله داعشي خوارجو او باغیانو ته له نظامي لحاظه مهمه هسته له منځه یووړل شوه.
امنیتي سرچینې وايي چې د عملیاتو په جریان کې یې ځینې اسناد او شواهد هم ترلاسه کړي، خو د امنیتي ملحوظاتو له امله له المرصاد سره شریک نه شول.