برېتانیا له سوریې د داعشیانو یوه ښځه او پنځه ماشومان خپلې خاورې ته وړي

Veiled women reportedly associated with ISIS walk under the supervision of a female fighter from the Syrian Democratic Forces in northeastern Syria on Sunday. Over the weekend, President Trump demanded European allies repatriate their citizens captured as ISIS fighters.

عربي او برېتانوي رسنۍ وايي چې برېتانوي حکومت تېره شنبه د سوریې د شمال له روج کمپ څخه یوه برېتانوۍ ښځه او پنځه ماشومان له کردانو تسلیم کړي او خپلې خاورې ته وړي دي.

د راپورونو له مخې، دا شپږ کسیزه کورنۍ د حسکه ولایت په روج کمپ کې ساتل کېده او د کردي ځواکونو او برېتانوي حکومت ترمنځ د یوه تړون له مخې برېتانیا ته سپارل شوې ده.

روج کمپ تر الهول راوروسته د سوریې په شمال کې دویم کمپ دی چې د داعشیانو زرګونه ښځې او ماشومان پکې ساتل کیږي.

دا دوه کمپونه د سوریې په شمال کې د داعشیانو په ښځو او ماشومانو تر هغه وروسته ډک شول چې د خوارجو تنظیم په سوریه او عراق کې ماتې وخوړه. له دې کمپونو د بهرنیو داعشي اتباعو او د هغوی د کورنیو انتقال په داسې حال کې روان دی چې د داعشیانو مشرتابه خپل بندیان په کامل ډول له پامه غورځولي او یوازې په تشو لفظي اخطارونو یې اکتفاء کړې ده.

د سوریې په کمپونو کې د ژوند وضعیت ډېر خراب دی او بندیانو یې په وار وار د خوارجو له رهبري د پاملرنې او خلاصون غوښتنه کړې ده.

څه موده وړاندې د سوریې په زندانونو کې د بندي داعشیانو  لخوا د هغه وخت خپل مزعوم خلیفه ته له ګیلې او پیغورونو ډک لیک رسنیز شوی و. په لیک کې له تش په نامه مجهول الهویة خلیفه غوښتل شوي و چې د داعشي بندیانو وضعیت ته پام وکړي که نه نو ”د الله تعالی په حضور کې ځواب ویلو ته دې چمتو شي.“

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version