شهادت هغه لوړ مقام دی، چي اسلامي امت ته له پیغمبرانو را پاتي دی او زموږ خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم یې هم تل غوښتنه کول او دا یې تمنا وه چي د الله تعالی په دې سپېڅلې لار ( جهاد) کي ټوک – ټوک او د شهادت جام نوش کړي.
د نبي کریم صلی الله علیه وسلم یارانو هم دې مقام ته د رسېدو لپاره ډېرې ستړياوي او زحمتونه ګاللي دي، چي زیات شمېر ملګري یې الله تعالی په دې لوی انعام نازولي او د حورو مېلمانه کړي دي.
چي له حضرت سمیې او یاسر رضي الله عنهما څخه دا لړۍ پیل بیا به د قیامته تر ورځي دوام کوي او د اسلام مبارک دین پتنګان به دې شمعي باندې ځانونه لولپه کوي او د خپلې حقیقي میني پور به ادا کوي.
زموږ د ګران او ځورېدلي هیواد بې شمېر پنتګان ددې کاروان مله پاتي سوي او تېر شل کلن جهادي بهیر کې خو داسي مېړني د بریا دې قافلې سره یوځای سوي، چي ټوله نړۍ یې غیرت او زړه وړتیا ته ګوته په غاښ دي.
دا څرګند حقیقت دی، چي د محبوب لخوا ګلورینه ډالۍ خپل نازولي معشوق ته ساتل کيږي، چي د وخت په را رسېدو سره به ورکول کیږي، چي له همدې ډلې او د جهادي صف اتل مجاهد ښاغلی انجینر حکمت الله هم دی، چي مشهور په سیف الله وو او فرهنګي ډګر کې بیا ملګرو په «جواد بدر» باله.
شهید جواد بدر تقبله الله هغه مېړنی مجاهد وو، چي د ځواني په راټوکېدو د حق د مسیر لاروی سو او د دې لارې قوي پلوی تر وروستیو سلګیو پوري پاتي سو، چي نه د ملګرو فراق، نه د خپلوانو بېلتون او نه هم د ژوند ستړیاوو انحراف ته اړ کړ.
الله تعالی شهید بدر په دنیا کې په جنتي اوصافو نازولی وو، چې په نېکو اخلاقو، غوره چلند او نرمه مسکا یې له ملګرو زړونه ګټلي وو او مجلس کې یې چوپتیا بیا نوره ښکلا هم وربخښلې وه.
د شهید بدر یواځینۍ هېله دا وه، چي له خپلو تللیو بریالیو اسشتهادي ملګرو د کاروان سره یوځای سي، چي رب العزت جل جلاله بالآخره د امتحانونو دې دور کي خپل دې لوی ارمان ته ورسوی، چي ۱۴۴۶ سپوږمیز کال د ربیع الثاني په ۱۷مه نېته غور ولایت کي د خوارجو سره په مخامخ عملیاتو کي د شهادت لوړ مقام ته ورسېد. ( نحسبه کذالک والله حسیبه).
انا لله وانا الیه راجعون