ایران کې داعشیان نیول شوي

ایراني رسنیو پرون یکشنبه خبر ورکړی چې په تهران ښار کې ۳۰ ځای پرځای شوي بمونه خنثا شوي او په عین وخت کې ۲۸ داعشیان نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې، په نیول شویو داعشیانو کې هغه کسان هم شته چې په سوریه، افغانستان، پاکستان او عراق کې جنګېدلي دي.

د یادونې وړ ده، په افغانستان کې د امریکايي اشغالګرو پر ضد د اسلامي امارت د برحق جهاد تر کامیابي او فتحې وروسته، یو شمېر هغه داعشیان چې په افغانستان کې کړۍ ورباندې راتنګه شوه ایران ته وتښتېدل او له هغه ځایه یې فعالیت پیل کړ.

المرصاد داسې راپورونه هم ترلاسه کړي چې تر فتحې وروسته د داعش یو شمېر مبلغینو او مطبوعاتي فعالانو د ایران په پوهنتونونو کې زده کړې پیل کړې او هلته ژوند کوي. داعشي خوارج د ایران خاورې ته د خپلو مالي، قاچاقي او مطبوعاتي فعالیتونو لپاره د یوې مهمې لارې په سترګه ګوري.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version