ایران او ترکیه کې داعشیان نیول شوي

#image_title

د ایران د مازندران ایالت په نوشهر ښار کې درې داعشیان نیول شوي دي.

د نوشهر د پولیسو قومندان پرون شنبه رسنیو ته ویلي دې داعشیانو پلان درلود چې په ښار کې دننه په هغه ځای کې برید ترسره کړي چې د سیلانیانو ازدحام پکې زیات دی.

ایراني چارواکو د نیول شویو داعشیانو هویت نه دی افشا کړی.

بلخوا، ترکي رسنیو خبر ورکړی چې د اکتوبر په درېمه په استانبول کې د سوریې یو تبعه، چې د داعشیانو لپاره یې ماینونه جوړول، په عملیاتو کې نیول شوی دی. د یاد کس نوم رامي ښوول شوی او ویل کیږي چې نوموړي له ترکیې بهر داعشیانو ته د بم جوړونې درسونه ورکول او پخپله یې هم پلان درلود چې په استانبول کې اهداف په نښه کړي.

د یادونې وړ ده، ترکیه او ایران دواړه هغه هیوادونه دي چې داعشیان یې په سیمه کې دننه د خپلو افرادو او پیسو د انتقال لپاره د ټرانزیټي لارې په حیث کاروي.

ابو جلال
Exit mobile version