په نږدې دریو کلونو کې د جګړې کرښه د اروپا څنډې اوکراین او منځني ختیځ کې فلسطین – اسرائیل ته بدله شوې ده، دغه دوې جګړې د نړۍ، په ځانګړې توګه د امریکا او د هغوی د متحدینو په اولویتونو کې هم قرار لري.
امریکا په افغانستان کې د اشغالګرو د فزیکي حضور له ختمېدو او منځني ختیځ تر څنګ په افریقا کې د فزیکي حضور له کمښت سره بیا هم د دغه سیمو د کنټرول لپاره ستراتېژي لري، په ځانګړې توګه غواړي د خپل نیابتي ځای ناستي (داعش) په مرسته دغه سیمې تر فشار لاندې وساتي او د امریکا ګټې وساتي.
په افغانستان کې د تېرو دریو کلونو پر مهال دا خبره ثابته شوې، چې داعشي فتنه ګر د امریکایي ګټو د ساتنې لپاره د دغه هېواد پر رقیبانو بریدونه کوي؛ پر چینایي هوټل، روسیې سفارت او نورو ورته اهدافو بریدونه او چینایي پانګوالو ته اخطارونه یې څرګندې نښې دي.
داعش ډله د منځني ختیځ او افریقا په هغه سیمو کې د امریکایي اشغالګرو د واک خلاوې ډکوي، چې امریکایانو پرې اېښې دي، داعش ډله غواړي هلته په سیمه ییزه توګه واکمني ترلاسه کړي او په همدې سیمو کې د امریکا د رقیبانو او هغه جهادي ډلو مخنیوی وکړي، چې د امریکا د ګټو مخالفین دي.
جوړ اقتصاد د نړیوال سیاست پر مېز د دې لسیزې مطرح اړخ دی، که څوک غواړي زبرځواک واوسي، نو باید په نړۍ کې مهمې اقتصادي لارې او منابع په لاس کې ولري، د ابوبکر بغدادي ملېشې په منځني ختیځ او افریقا کې اکثر د هغه سیمو د تسخیر لپاره هڅې کوي، چې د بادار د اقتصادي پرمختګ لامل یې ګرځي.
دغه ډلې له لسیزو راهیسې د اقتصادي منابعو د کنټرول په برخه کې پراخ فعالیت درلود او لا هم هڅه کوي، چې په نړۍ کې پر داسې سیمو حاکمیت پیدا کړي، چې اقتصادي منابع په لاس کې ولري.