لیکوال: خاکسار پکتیاوال
دوهمه برخه
څنګه چې مونږ په لومړنۍ لیکنه کې د مخکنیو او اوسنیو خوارجو له مشترکو صفاتو څخه دوه صفات ذکر کړي وو چې یو یې تکفیر/ کافر ګڼل د مسلمانانو وو او دوهم یې د مسلمانو وینې تویول وو او د دې دواړو لپاره مو دلیلونه هم په مثالونو کې څرګند کړي وو. نن به یې د الله په توفیق سره هغه نورې نښې چې د اوسنیو او پخوانیو خوارجو سره ګډي /یوشان دي ذکر کړو. وبالله التوفیق
دریمه وجه د مشابهت یې: د اهل ذمه/هغه کافران چې د مسلمانانو ذمه یې منلي وي وینې حلالې ګڼل. که چیرته مونږ د تاریخ په پاڼو کې نظر وکړو، نو دا به راته څرګنده شي، چې پخوانیو خوارجو به د اهل ذموو وینې حلالې ګڼلې. لکه څنګه چې د حضرت عاﺉشې رضی الله تعالی عنها د حدیث په یوه ټوټه کې داسې راځي: ﻗﺎﻟﺖ ﻋﺎﺉشة ﯾﺎإﺑﻦ ﺷﺪاد ﻓﻘﺪ قتلهم، ﻓﻘﺎل وﷲ ﻣﺎ بعثت الیهم حتی
ﻗﻄﻌﻮا السبیل، وسفکوا اﻟﺪﻣﺎء، واﺳﺘﺤﻠﻮا اﻟﺬﻣﺔ الخ…….(ﻣﺴﻨﺪ اﺣﻤﺪ ﺣﺪﯾﺚ رﻗﻢ۶۵۶ رواء ﻟﻸﻟﺒﺎني ﺣﺪﯾﺚ رﻗﻢ۲۴۵۹) اوس که چیرته مونږ د اوسنیو خوارجو په باره کې هم څیړنه وکړو نو راته روښانه به شي چې دوی د اهل ذموو په حق کې څومره له ظلم او تیري څخه کار اخستی او د اهل ذموو له مالونو ښځو او اولادونو سره یې څومره وحشتونه تر سره کړي، چې د دې بیلګه د سوریې او عراق اهل ذمه یادوو او وایو. دواعشو په سوریه او عراق کې د اهل ذموو په حق کې له داسې ظلمونو او وحشتونو څخه کار واخست، چې هیڅ کوم چا د دوی په شان ظلم نه وو کړی. پرته له دې چې اهل ذمه له دوی/دواعشو سره وجنګیږي دوی/دواعشو یې ښځې مینځې وګرځولې او له هغوی څخه به یې خپلې ناوړه او ناخوښه استفادې کولې.
څلورمه وجه د مشابهت یې: د علماوو او د دیني امامانو پسې رد بد ویل او د دوی توهین کول. دا خاصیت د پخوانیو خوارجو هم وو چې د علماوو توهین وکړي، د هغوی پسې رد بد ووایي او هغه په مجلس کې شرمنده کړي او مسخرې پرې ووهي. د بیلګې په شکل کله چې حضرت علي رضی الله تعالی عنه ابن عباس رضی الله تعالی عنه خوارجو ته ورولیږه نو حرقوص بن زهیر خپلو ملګرو ته داسې وویل: یا حملة القرآن ان هذا عبدالله بن عباس من لم یکن یعرفه فانا اعرفه هذا ممن نزل فیه وفي قومه (بل هم قوم خصمون)الزخرف 58 یعنې ده خپلو اشخاصو ته داسې وویل چې که چیرته تاسو عبدالله بن عباس نه پیژنۍ نو زه یې پیژنم دا هغه څوک ده چې د ده او د ده د قوم په حق کې دا آیت نازل شوی (بل هم قوم خصرون)
همداسې اوسنیو خوارجو هم وکړل. دوی هم له پخوانیو خوارجو سره د علماوو په ګستاخۍ کې مقابله وکړه او ځانونه یې له هغوی څخه کم رانه وستل. په عراق کې یې د هغو علماوو چې د جهاد امامان وو داسې ګستاخي وکړه چې هغوی یې په ډیرو سپکو نومونو یاد کړل او د دوی خلافت یې شرعي ونه باله. همدارنګه یې د دې امت نور عالمان هم په ډیرو سپکو نومونو سره یاد کړل. او همدارنګه یې زمونږ په ګران وطن کې هم د علماوو ګستاخۍ او د هغوی له شان سره بې ادبي کولو ته یې لاسونه وغځول. دا خو لاپریږده چې د بې ادبي آلې یواځې خبرې وګرځوي ،بلکې دوی ته یې د مسجدونو په محرابونو کې چاودیدونکي توکي ځای پر ځای او دوی/علماء یې منځه یوړل. خوارجو د عالمانو په له منځه وړلو کې د جوماتونو هم لحاظ ونه ساته او نه یې هم دیني مدارسو ته پام وکړ، یواځې یې د عالمانو شهادتونه هدف وګرځول او په هر ځای کې یې په شهادت ورسول.