د داعش خراسان څانګه صرف د امریکا له لوري په افغانستان کې د امنیت د اخلال پروژه ده چې له دې کار پرته نور نه داعش روښانه او د منلو وړ پالیسي لري او نه د جګړې لپاره معلوم لوری او میدان؛ بلکې ټول وخت یې د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې مظلوم مسلمانان وژلي او ځپلي او د هغو په هیوادونو کې د امریکایانو د اهدافو د تحقق لپاره کارکوونکي او لاسپوڅي ثابت شوي.
د غزې د مظلومو مسلمانانو په وړاندې یې خپله اعلامیه خپره کړه او ویې ویل: تر اسرائيلو وړاندې به تاسو (دغزې مسلمانان) وژنو او بیا به له هغوی (اسرائيلو) سره جنګ کوو او د اسلامي امارت په وړاندې خو تل داسې ولاړ دي چې ټول تمرکز یې په افغانستان کې د مسلمانانو او اسلامي نظام په کمزوي کولو او له مینځه وړلو باندې کړی.
اوس هم په انټرنیټي شبکو کې هغه مستند ثبت پروت دی چې کله د ننګرهار په اچین او د فاریاب په درزاب ولسوالیو کې داعش د اسلامي امارت د مجاهدینو تر فشار لاندې راغلل له هغه وروسته دوی هغه جمهوریت ته تسلیم شول چې امریکایانو ورسره په ګډه له اسلامي امارت سره جګړه کوله او د جمهوریت مسئولینو د جګړې له میدان څخه خوندي ځایونو ته نقل کړل.
اوس چې د افغانستان لوېشت –لوېشت ځمکه د اسلامي امارت تر ولکې لاندې راغلې، داعش د امریکایانو په مټ په ګاونډیو هیوادونو کې د خپل تنظیم او فعالیت لپاره مراکز جوړ کړي او د بریدونو میدان یې تنها هغه افغانستان ټاکلی دی چې په عملي ډول اسلام په کې پلی دی خو په هغه ځایونو کې یې یو برید هم نه دی کړی چې له اسلامي نظام پرته نور نظامونه پرې پلې دي.
د جمهوریت پر مهال چې اسلامي امارت د داعش خراسان له پديدې سره په علمي جګړه بوخت و، طلوع نیوز د داعش د خراسان څانګې په اړه یو مستند جوړ کړی او په هغه کې د جمهوریت چارواکو پوره کوښښ کړی چې داعشیان د دوی په اصطلاح له (حقاني شبکې) سره وتړي او د خپلو بادارانو (امریکایانو) پروژه یې ونه بولي؛ خو د وخت په تېرېدلو سره معلومه شوه چې دا یوه ناکامه هڅه ده.
خاصه دښمني یې دا ده ثابته کړه یو ځلې یې په وزارت داخله کې په مسجد کې پر خلیفه سراج الدین صاحب برید وکړ چې نوموړی لله الحمد د حملې له ضرره روغ رمټ پاتي شو خو ډېر لمونځ کوونکي په کې شهیدان شول او بیا یې په شهید سعید حاجي خلیل الرحمن رحمه الله تعالی باندې برید وکړ چې په پایله کې یې د ده په شمول نور کسان هم په شهادت ورسول.
نو دا خبره خو اوس په پوره وضاحت ثابته شوه چې داعشیان امریکایي پروژه ده، امریایکایان غواړي د افغانستان ډاډمن امنیت د اخلال لپاره جوړ شوی پلان د همدې پروژې په مټ پلی او ورسره تړلې ټولې نیکمرغۍ په بد مرغیو بدلې کړي، یو ځل بیا په افغانستان کې اوبه خړې او کبان په کې ونیسي خو امریکایان باید پوه شي چې د خپلو ځواکونو او بشپړ جنګي ماشین په شتون کې یې خپل اهداف تر لاسه نه کړل؛ بلکې ماته یې وخوړه، په داعش به هم که الله جل جلاله راسره مل و خپل اهداف تر لاسه نه کړي.
داعش نه په افغانستان کې ريښې لري او نه یې هغه مهال چې په یادو دوو ولسوالیو او کونړ کې راښکاره شول داسې کړنې یې نه دي ترسره کړې چې د چا دي ښه ورڅخه راغلي وي او بیا دي دوی ته په ټول افغانستان کې یو څوک زړه ښه کړي. د امریکانانو دا کړنې هغه د چا خبره د پروتي لغتې دي چې بری نه شي ورڅخه ترلاسه کېدلی.